د هندوستان مشهور سندرغاړي عدنان سمېع په لاهور کي يوې غونډي ته وويل، چي دى پاکستانى وو، پاکستانى دئ او پاکستانى به وي.
عدنان سمېع هغه راپورونه غلط وبلل چي ګني له پاکستان څخه هندوستان ته تر تګ وروسته يې هندوستانى تابعيت ترلاسه کړئ دئ.
نوموړى چي پسله څو کلونو له دوبۍ څخه تازه پاکستان ته ستون سوئ دئ، د ده په وياړ يوې جوړي سوي غونډي ته يې وويل، چي د لاهور په علامه اقبال هوايي ډګر کي د ايميګرېشن پوليس هغه مهال ورته حيران سول، چي ده پاکستانى پاسپورټ ورته ونيوئ. د نوموړي په وينا پوليسو فکر کاوه چي دى به پاکستان ته په هندوستاني پاسپورټ ورغلى وي.
عدنان سمېع چي له آره پاکستانى دئ په نويمو کلونو کي هندوستان ته ولاړئ او هلته د هندوستان د موسيقۍ د يوه روڼ ستوري په حيث وځلېدئ.