اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك بيا هم د انتخاباتو د قانون په سر روانې لانجې ته ځانګړې كړې او ويره يى څرګنده كړې، چې ددې لانجې دوام په هيواد كې يو نوې سياسي بحران وزيږوي.
ورځپاڼې په همدې مخ كې د ولسمشر كرزي د وروستيو څرګندونو په اړه، چې پكې په لويديځ تند انتقادونه شوي، چې سپينې ماڼۍ غبرګون راخستې او ليكلي، چې دا ډول څرګندونې ځورونكې دي.
ورځپاڼې په دوام كې د سپينې ماڼۍ د وياند په حواله ليكلي، چې د اوباما اداره هڅه كوي پوه شي، چې د كرزي د دا ډول څرګندونو ترمنځ كومه انګيزه پرته ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د سولې په ملي جرګې بحث كړې، چې ټاكل شوې، چې د غويي په مياشت كې په كابل كې جوړه شي او ليكلي، كه د جرګې پريكړه بيا هم دولت وكړي نو پايلې به يى د سولې د سيمه ايزې جرګې په توګه نا څرګنده وي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې په تيرو اتو كلونو كې د رسنيو په ودې بحث كړې او پدې ترڅ كې هغو نيمګړتياو ته هم كتنه كړې، چې د رسنيو په كارونو كې موجودې دي.
ورځپاڼې په دوام كې په كابل كې د رسنيو د كارونو د څيړنې لپاره جوړ شوي سمينار ته په اشارې هيله څرګنده كړې، چې دا به شته ټولې ستونزې وڅيړي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د اداري فساد ستونزې ته كتنه شوې او هڅه شوې د هغې اصلي عاملين په توګه شي.
افغان جرګه:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم د ولسمشر كرزي د څرګندونو په اړه د سپينې ماڼۍ غبرګون راخستې او د امريكا ددفاع وزير په حواله يى ليكلي، چې ددې ټولو انتقادونو سره سره د اوباما اداره غواړي، چې له ولسمشر كرزي سره د افغانستان د يو منتخب ولسمشر په توګه همكاري وكړي.
په ورځپاڼه كې د ښاغلي كرزي د انتقادونو په اړه د افغان كتونكو نظرونه هم راخستل شوي او ليكل شوي، چې له كابل سره د بهرنيانو د تودې دوستۍ او ملګرتيا ګراف راټيټ شوې دې.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د ناټو هوايي بمبارۍ ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې پدې بمباريو كې يو ځلې بيا عامه خلك وژل شوي دي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د اداري فساد پر ضد روانې مبارزې ته هم كتنه شوې او پدې برخه كې د جدي اقداماتو غوښتنه شوې.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د سولې د ملي مشورتي جرګې په اغيزو بحث كړې او ليكلي، چې دا په هيواد كې د سولې د ټينګښت لپاره يوه ستره هيله ده.
ورځپاڼې په دوام كې افغان دولت او نړيوالې ټولنې ته دا سپارښتنه كړې، چې ددې مشورتي جرګې پريكړې دې عملي كړي او عملا دې په هيواد كې د سولې د ټينګښت زمينه برابره كړي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون ونې د طبعي ښكلا يوه مهمه برخه انځور كړې او پكې دا سپارښتنه شوې ، چې د ونو د وهلو نه بايد ډډه وشي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس هم پخپله سرمقاله كې د رسنيو د كارونو او ستونزو د څيړنې لپاره جوړ شوي سمينار ته كتنه كړې او پدې ترڅ كې د رسنيو مسلكي او اخلاقي مسؤليتونه په ګوته كړي دي.
خو اصلاح بيا ليكلي، چې څومره نيكمرغي به وي، چې افغان خبريالان خپلو ملي او د ژورناليزم اخلاقي اصولو ته په پام سره كار وكړي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د افغان ولسمشر او لويديځ ترمنځ وروستۍ شخړې ته په اشارې په يو څيړنيز مطلب كې ليكلي، چې ولسمشر نا بلده دروازې وهي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د ښاغلي كرزي په څرګندونو انتقاد كړې او ليكلي، چې د دا ډول څرګندونو پايلې د افغانستان لپاره خورا بګنوونكې دي.
دې ورځپاڼې هم د ښاغلي كرزي د انتقادونو په اړه د سپينې ماڼۍ غبرګون راخستې او ليكلي، چې د ښاغلي كرزي څرګندونې حقيقت نلري.