کور / تازه خبرونه / امریکا ښایی واشنګټن ته د حامد کرزي سفر لغوه کړی

امریکا ښایی واشنګټن ته د حامد کرزي سفر لغوه کړی

اسوشیټیډ پریس او سي بي سي شبکه خبر ورکوی چی سپینه ماڼۍ ممکن امریکا ته د حامد کرزي سفر فسخ کړی چی د مې پر ۱۲مه ترتیب سوی دی . سپینه ماڼۍ وایی چی که د حامد کرزي دا ډول څرګندونی جاری وی ، نو دا کار به جدی ستونزي ایجاد کړی . د سپینی ماڼۍ ویاند ( رابرټ ګیبس ) نن خبریالانو ته وویل چی « موږ به یقینأ هغه څه و ارزوو چی جریان لری یا دا چی ولسمشر کرزی وروسته نور څه وایی ، که هغه رغنده وی نو دغسی کتنه به هم اطمیناني وی . خو هغه څرګندوني چی ده کړي دي زموږ په هېواد کی هر څوک ښه په پوهیږی چی ربړي پیښوی . »
خبر زیاتوی چی کابل ته د اوباما د پټ سفر څخه وروسته دا ترینګلتیا رامنځته سوې ده او ده په کابل کی اوباما ته ویلی وو چی زه پر خپل هېواد د امریکایی یرغل څخه منندوی یم . خبر زیاتوی چی ده هغه ته دا ډاډ هم ورکړی و چی غواړی داسی وزیران مقرر کړی چی د هر توکم څخه به وی او د هېواد د هری برخی مربوط به وی .
خو دا چی د دغو ډاډګیرنو سره سره لوبی ولی بل رُخ ونیوﺉ ، صرف ارګ او سپینه ماڼۍ ښه پوهیږی .