کور / تازه خبرونه / طالبانو د ققنوس آژانس راپور رد کړ

طالبانو د ققنوس آژانس راپور رد کړ

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ققنوس آژانس هغه راپور رد کړ، چي د يوه بې نومه طالب وياند په حواله يې نشر کړئ وو.
د ققنوس آژانس د طالبانو د يوه وياند په حواله ويلي وو، چي کرزى زموږ ورور دئ او د امريکايانو د وتلو په شرط خبرو ته ورسره حاضر يو، خو ذبيح الله مجاهد چي ځان د طالبانو رسمي وياند بولي لراوبر ته وويل دا خبره د کوم بې مسئوليته کس له خولې اخيستل سوې او د طالبانو د امارت دريځ نه دئ.
نوموړي د ولسمشر حامد کرزي وروستيو څرګندونو ته په اشارې وويل، کرزى له امريکايي عسکرو پرته ولايتونو ته سفر نسي کولاى، نو دى به له هغوى سره مخالفت څنګه وکړي.
ذبيح الله مجاهد د حامد کرزي پر وروستيو خبرو شک څرګند کړ او زياته يې کړه چي دا په افغانستان کي د روانو حقايقو د پټولو يوه څه ده.