کور / تازه خبرونه / په کندز کی ورک سوﺉ چاپانی خبریال په جېل کی دی

په کندز کی ورک سوﺉ چاپانی خبریال په جېل کی دی

د جاپان « کیودو » شبکې خبر ورکړ چی په کندز کی د شپږو ورځو راهیسی جاپانی آزاد خبریال ( کوسوکی تسونیوکا ) باالاخره داسی پیدا سو چی حکومت په جېل کی اچولی دی . یو ځایی خبریال ورته ویلی چی د بغلان اوسېدونکو دا معلومات ورکړي دي . طالبانو مخکی ویلی وو چی موږ هغه نه دې نیولی . د داخله وزارت ویاند ( بشری ) ویلی وو چی موږ د دغه خبریال په راتګ هیڅ نه یو خبر سوي څو چی د ورکی اعلان یې وسو ، معنا دا چی هغه په ژورنالیسټی ویزه نه و راغلی . خو تر اوسه کابل حکومت د دې نوی خبر په هکله خپل غبرګون نه دی ښودلی .