دپكتيا پوهنتون دتعليم اوتربيې او كرهڼې پوهنځيوڅخه دريمه دوره فارغين ټولنې ته وړاندې كړل .
دغه 39 تنه فارغينوته دپكتيا والي ډاډوركړ چې كه دوى وغواړي د پكتيا ولايت په اړونده اداراتو كې به يې په دندو وګماري .
نن دپكتيا پوهنتون د كرهڼې او تعليم اوتربيې له پوهنځيو څخه د 39 تنو محصلينو د فراغت په مناسبت ځانګړي مراسم په نوموړي پوهنتو ن كې جوړشوي وو .
په مراسمو كې د پكتيا ولايت ولايتي چارو اكو تر څنګ د هېواد په ولسي جرګه كې د دغه ولايت د استازو ګلپاچاه مجيدي، دادود ځاځي ، د واليتي شورا ، قومي مشرانو د پو هنې رياست مشريزې او ګڼ شمېر علمپالو ګډون كړى وو .
د پكتيا پوهنتون رئيس عبيد الله پريار له خپلو خبرو كې د پكتيا پوهنتون د محصلينو ستونزې او په دې وروستيو كې د لاسته راوړنو يادونه كړ او د نو يو فارغ شويو كسانو مسئووليتونه يې دټولنې په وړاندې روښانه كړل .
د وينا ووپه لړكې سلاكار وزير او د پكتيا والي جمعه خان ( همدرد ) فارغينو ته مباركي وويله ډاډ يې وركړ چې د كارموندلو په برخه كې به ورسره مرسته كوي .
ده وويل كه دوي وغواړي د پكتيا ولايت په اړونده اداراتو كې به يې م په دندو وګماري او د دولتي معاش تر څنګ به له خپلو شخصي امكاناتو څخه يوه اندازه نور مادي انكانات هم ورته برابر كړي .
ديادولو ده چې د پكتيا پوهنتون او س مهال دوه پوهنځي لري چې د كرهڼې او د تعليم او تربيې پو هنځي دي او په دواړو كې 1175 تنه محصلين په وده كړو بوخت دي چې له دې جملې څخه 450 تنه يې سږ كال جذب شوي .