کور / تازه خبرونه / ماؤیسټانو ۶۷ هندي پوځیان ووژل

ماؤیسټانو ۶۷ هندي پوځیان ووژل

اسوشیټیډ پریس د هند څخه خبر ورکوی چی نن د ( چتیس ګړ) ایالت په « دنتی وادا » سیمه کی ماؤیسټی چریکانو په یوه ځنګلی منطقه کی پر هغو ۸۱ هندی پوځیانو ناببره ستره حمله وکړه چی په ګزمه بوخت وو . د دې غافلګیره یلغار په نتیجه کی ۶۷ پوځیان ځای پر ځای ووژل سول ، اته نور زخمیان او شپږ هم ورک سوي دي .
دغه چریکان چی په ( نکسل ) یا « نکسالیسټانو » سره مشهور دي د لویدیځ بنګال د یوې منطقې څخه چی په همدې نوم یادیږی ، په ۱۹۶۷ کی راټوکېدلي دي چی نن لس زره الی شل زره جنګیلي لری . دوی چی د چین د پخواني کمونیسټی مشر « ماؤتسی دونګ » د مبارزې پیروان دي تر اوسه یې په زرګونو هندي پوځیان ، پولیس او امنیتی کسان وژلي دي .