دبغلان ولايت امنيتې چارواکو ويب پاڼې ته وويل : چې تيره شپه نږدي دري بجې دپلخمري ښار دپوزه ايشان په سيمه کې د اريبا خصوصی مخابراتې شرکت
يوې ستنې ته وسلوالومخالفينو اورواچوه اوپاکه يي وسوزوله ،مګر دستنې ساتونکيوته يي څه ندي ويلې . داپه تيرودوه مياشتوکې دويم وار دي چې دياد شرکت ستنې په ياده سيمه کې په نښه کيړي ، ددغې پيښې پړه تراوسه چاپه غاړه نده اخيستې ولې سمييزچارواکې يي مسووليت ددولت په وسلوالومخالفينو وراچووي دسيمې دځينواوسيدونکيو په وينا اريبامخابراتې شرکت باندې توردي چې استخباراتې مالومات دولت ته ورکوي اوځينې بيا وايي چې وسلوالو دخصوصې شرکتونونه خپل باج غواړې نوکله چې يي ورنکړې نوبيا ورته پيښې رامنځ ته کيږي .