اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی د امریکا د ویرجینیا ایالت د ډبرو سکرو په کان کی چی پرون کومه درنه چاودنه سوې او د شپږو کسانو د وژل کېدو او ۲۱ نورو د ورک کېدو خبر ورکول سوﺉ و ، اوس اعلان وسو چی ورک سوي کسان هم مړه دي چی مجموعی شمیر یې ۲۵ ته ورسېد خو ۴ نور لا بیا هم ورک دي او د هغوی د ژوندي پیدا کېدو تمه نسته .
دا په تیرو دوو لسیزو کی د تلفاتو څخه ډکه معدنی چاودنه ده چی په امریکا کی عظیم ځانی او مالی تلفات پیښوی او هم د امریکا د معدن چیانو د نجات د تکنالوژۍ ناکامي ثابتوی .