کور / تازه خبرونه / دوه امریکایی پوځیان له منځه ولاړل

دوه امریکایی پوځیان له منځه ولاړل

پنتاګون نن اعلان وکړ چی یو امریکایی عسکر د مارچ پر دیرشمه ( یعنی شپږ ورځی مخکی د کندهار په ارغنداب کی ماین وژلی و ) خو اعلان یې نن وسو ( لر او بر دغه خبر د طالبانو په حواله د هماغه مارچ پر دیرشمه تر دغه عنوان لاندی خپور کړی و : طالبان : په مارجه او ارغنداب کی مو امریکایان ووژل ) . ننني اعلان د طالبانو هماغه ادعا پسله ۶ ورځو څخه تصدیق کړه .
دوهم پوځی هماغه د رادار لرونکی طیارې پیلوټ دی چی سمندری پوځ وړمه ورځ مړ اعلان کړی و . دغو تلفاتو د امریکایی پوځ د سر زیان ۱۰۳۶ ته ورساوه .