لیکوال : نیجل
ژباړن ونکي : احمد فرید فقیری – حمید شجا ع ځا ځی
زه د جګړې د ناخوالو او غمیزو د څرنګوالي ما هر نه یم ، که هغه کورنی جګړه وي او که کوم بل ډول او نه هم دد غو جګړو د ځا نکړتیا وو او فا جعې په ژورتیا دو مره اګا ه یم خو زما په اند دا خورا ډیرې بڼې لری او په ګڼو ډولونو ویشل کیږی خو جګړه زما له نظره په هره بڼه او په هر عنوان چی وی د اوسنی طرز تفکر له مخې مردوده ده او دیو ه وګړی وژنه د هغه دعقیدی له مخې د منلو وړ نه ده . ر ا ځئ له وینو تویدو پرته انقلاب وکړو
دا د دمواکرا سۍ یوه ښیګڼه او فظیلیت دئ چې په یوه هیواد کې د ټا کنو په پایله کی صرف د یوه ګوند واکداری ته د پای ټکی کیښودل کیږي . خو دا پای د تل لپاره نه وي او او له بایلات سره مخ شوی ګوند پس له څه مودی بیرته سر رابرسیره کوي ، او کله نا کله خو داسی چی هیڅ تمه هم ترینه نه کیږي .
زما په اند په روسیه کی د کمیونیږم له پای څخه وروسته هغه مجسمی باید چی نه وای نړول شوی کومی چی د کمیونزم په کلونو کی جوړی شوی وې . ځکه چی هغه مجسمی تاریخ د پخواه نه په خپلو پاڼو کی خښې کړې وې . ورسره یو داسی سیاسي ګوند هم ورک شوی و کوم چی د خپل ډیر قوت له کبله لاره ورکه کړې وه او فاسد شوی و . زه د هغې نظریې مخالف یم د کومې له مخې چی باید قدرت د مذهبي مشرانو په لاس کې وي . د قدرت د ساتلو لپاره ځينې وخت دا مذهبي مشران داسی کارونه ترسره کړي چی اصلا مذهب ته د منلو وړ نه وي . او همدا خبره د مذهب او د عقیدې د ککړتیا او خرابیدو سبب ګرځي . د مثال په توګه یو چاته د جنت خوبونه ورښودل او په دی توګه هغه دی ته هڅول چی خپل ځان د بم په وسیله والوځوي او بی شمیره بی ګناه خلک ووژني . او یا له مسافرو ډکه الوتکه له لوړو ودانیو سره وجنګوي او د هغو خلکو خون واخلي چی د یوازې یې د یو بهتر ژوند لپاره زیار ویستلو . یوازې عقیده او رواج دا ډول غمیزې نه رامنځته کوي . بلکه نوره هم ډیری داسی خبری شته کومی چی د نظر د اختلاف له کبله داسی فاجعو ته لاره هوار وي .
انسانان اکثره وخت په ژوند کی هغه څه کوي چی د خپلو خواهشاتو ، تروتنو ناپوهی په نظر کی نیولوو سره یی باید چی کړي وای .
زما له نظره د ځمکې قا نون بیل اودمذهب قا نون بیل چی غواړی د وګړو په کړنو او هیلو اغیز او نفوذ ولری . دا به خورا مطلقه دیکتا توری او له خطره ډک کار وی چی هڅه وکړو دواړه سره یو کړو او زما په اند خو باید هیڅ کله داسی هڅه هم ونکړو . هر مدنیت با ید خپلواک پریښول شی چې پخپله د خپلې ودی او بشپړتیا پړاونه ووهی ځکه دا دطبیعت او ژوند انه اصول دی او له دی خبری څخه باید هغه خلک ویره ونلري څوک چی د قدرت خاوندان دی .
په همدی وخت کی عبدالوکیل سوله مل مونږ ته د انځور یو بل اړخ راښایي . هغه په خپلو لنډو کیسو د داسې خلکو د غبرګونونو یادونه کوي څوک چی په یو ډول جال کی راښکیل دی او نه پوهیږي چی کوم کار سم دی او کوم غلط . هغه د دی کار لپاره له طنز اوتمسخر څخه کار اخلي او په دی کی تر ډیره حده بریالی دی . د هغه کیسی په بیړه لوستل کیږي ، خوند ترینه اخیستل کیږي ، ځای ځای پر شونډو موسکا راولي او په یاد کی پاتی کیږي . که چیرته په رښتیا هم قلم له تورې څخه ډیر زورور وي نو بیا د یوې پوهې نړی د رامنځته کیدو خواته دا مزل په سمه توګه او بریالی روان دی .
خو په همدی وخت کی مونږ دا دعا هم کوو چی عبدل د خپلو لیکنو په وجه شهید نه شي . ځکه چی ډیر داسی خلک شته چی هغه چپ لیدل غواړي . د هغه د کتاب د پښتۍ رنګ سور دی او د ادیتور د ډیرو ښو پریکړو څخه یوه ده .
پای
عبدله ، زه هیله لرم چی دا خبری په ستا په درد وخوري