دزابل په ارغنداب اونوبهارولسوالیوکی په بیلابیلوامنیتی پیښوکی لږترلږه ۶ کسه وژل شوی
چارواکی وایی دغه ۶ کسه ددی ولایت په ارغنداب اونوبهارولسوالیوکی دافغان اونړیوالوځواکونوپه ګډو عملیاتو اودخپل ماین په چاودنوکی وژل شوی دی .دزابل دوالی ویاند محمد جان رسولیار وایی په ارغنداب ولسوالی کی ددوشنبی په شپه ناوخته دګډوځواکونوپه عملیاتو کی دوه وسله وال طالبان وژل شوی اودوه نوریی دافغان اوبهرنیوځواکونو له لوری ژوندی نیول شوی دی .
رسولیارزیاتوی چی پرهمدی شپه په نوبهارولسوالی کی څلوروسله وال طالبان دخپل ماین په چاودنه کی وژل شوی دی .نوموړی زیاتوی چی دعملیاتوپرمهال یوه اندازه وسله اوچاودیدونکی توکی هم دګډوځواکونولاسته ورغلی
دیوبل خبر له مخی ددې ولایت په ۱۵ کیلومتری دامنیتی چارواکو له لوری سل کیلوګرامه چاودیدونکی مواد نیول سوی دزابل دامنیت امر ډکروال غلام جیلانی فراهی وایی دغه چاودیدونکی توکی تر یوه پله لاندی ځای پرځای شوی وه چې ددوی دپولیسو له لوری کشف شول
نوموړی زیاتوی چې په تړاویی څوک ندی نیول شوی
دیادونی وړده چې په زابل دهیواد په جنوب پروت هغه سرحدی ولایت دی چې دنوی کال په رارسیدو سره یوځل بیا پدې ولایت کې امنیتی پیښی زیاتی شوی او اکثره مهال پدې ولایت کې ورته پیښی رامنځته کیږی