دپكتيا ، پكتيكا او خوست ولايتو نو قومي مشرانو ، علماوو ، سپين روبو او ځوانانو د سويل ختيځ زون په مر كزګرېز كې د يوې غونډې په ترڅ كې د سولې جرګې د جوړيدو ملاتړوكړ .
دوى دسولې جوړيدونكى جرګه په هېواد كې روان ناورين ته د پاى موندلو په كاركې يو ارزښتناك ګام وباله ، په افغان شخړې كې ښكېلې خواوې يې ديادې جرګې څخه ملاتړ ته وبللې.
غونډه په سويل ختيځ زون كې د قومونو د اړيكو دفتر په هڅو جوړه شوې وه او پكې د يادوولايتونو قومي مشرانو پريو لړګډو سيمه يزو ستونزو هم خبرې وكړې او دهوارولو لارې چارې يې په ګوته كړې .
دغونډې برخوالوو په پاى كې د پريكړه ليك په خپرولو سره په سويل ختيځ زون كې دميشته قومونو له خوا د سولې بهير څخه غوڅ ملاتړ علان كړ .