د ميدان وردګ ولايتي چارواکي وايي د دې ولايت د ملي امنيت رياست په بېلابېلو عملياتو کي نهه قلمه تاريخي آثار نيولي دي.
د ولايت له مقام څخه خپره سوې اعلاميه وايي دغه آثار د نرخ او جلريزو په ولسوالي کي نيول سوي وو، چي نن د والي محمدحليم فدايي له خوا د اطلاعاتو او کلتور رياست ته وسپارل سول.
د خبر له مخي په دغو آثارو کي خاورين او فلزي لوښي شامل دي، خو د اطلاعاتو او کلتور په رياست کي د فني کسانو د نستوالي له امله يې لرغونتوب نه څرګند سوئ، چي لرغونتوب يې کوم پېر ته رسېږي.