د ميدان وردګ ولايتي مقامات وايي دوه طالب وسله وال تېره شپه هغه مهال په خپل ماين ووژل سول چي د نرخ ولسوالي د کريمدادو په سيمه کي يې ماين ښخاوه.
د ولايت د مقام له خوا خپره سوې اعلاميه وايي په دې چاودنه کي د غازي او نظام الدين په نوم دوه طالبان مړه سوي او يو بل سخت ټپي سوئ دئ.