د خيبرپښتونخوا په لوړ (بر) دير کي د نيشنل عوامي ګوند په يوه غونډه کي چي د صوبې د نوم بدلولو په مناسبت جوړه سوې وه دځانمرګي بريد په ترڅ کي د نېشنل عوامي ګوند تر څلوېښت زيات ګډون کوونکي وژل سوي او تر ۶۰ زيات ټپيان سوي دي . دا خبره د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار لراوبر ته وکړه ، نوموړی وايي چي تر پېښي وروسته يې له پوځ څخه د الوتکو مرسته وغوښته چي زخميان روغتونونو ته ولېږدوي . هغه دپېښي پړه پرترهګرو ور واچول او زياته يې کړه چي نېشنل عوامي پارټۍ ځکه لومړنۍ هدف ګرځي چي دا پارټۍ د ترهګرۍ او تشدد پر وړاندي تر ټولو مخکي ولاړه ده . د مياافتخار په وينا ترهګر د تشدد پر ضد زموږ جهاد ختمول غواړي او موږ به د تشدد پر ضد جهاد ته ادامه ورکوو ، ځکه تر څو چي امن رانسي هيڅ يو کار نسي کيدای .
دا پېښه په داسي حال کي رامنځته سوې ده چي نن د پېښور په صدر کي د امريکې پر کونسلګرۍ وسله والو کسانو بريد وکړ ، د څو پرله پسې ځانمرګو تر څنګه مخامخ جګړه هم وسوه چي په ترڅ کي يې نامعلوم شمېر امريکايان او د کونسلګرۍ د بېلابېلو څانګو ځايي کارکوونکي وژل سوي دي او په زيات شمېر نور ټپيان سوي دي .
بريدکوونکي په نظامي جامو کي سيمي ته ننوتلي او مخامخ يې پر کونسلګرۍ بريد وکړ . کارپوهانو په پاکستان کي د امريکا پر سفارت دا د خپل ډول تر ټولو لوی بريد وباله .