د خيبرپښتونخوا په مرکز پېښور ښار کي د امريکا پر کونسلګرۍ د حملې په نتيجه کي دوه امنيتي پوليس او څلور حمله کوونکي وژل سوي دي.
د پېښور پوليس وايي حمله هغه مهال ترسره سوه چي لومړۍ کونسلګرۍ ته نيژدې درې زوروري چاودني وسوې او وروسته حمله کوونکو پر کونسلګري حمله وکړه.
پوليس وايي لومړۍ چاودنه پر ځايي وخت يوه بجه او شل دقيقې، دوهمه پر دوې نيمي او دريمه پر يوه ٣٣ دقيقې ترسره سوه چي وروسته پرله پسې ټکان پيل سول.
عيني شاهدانو ويلي بريدکوونکي په دوو موټرونو کي سپاره وو او د کونسلګرۍ پر امنيتي پوسته يې ټکان وکړه.
تر حملې وروسته په ښار کي د پوليسو ګزمې ډېري سوي دي او شاوخوا مهم واټونه د تګ راتګ پر مخ بند دي.
د امريکا د کونسلګرۍ وياند ويلي د بريدکوونکو هدف کونسلر وو، خو وايي د دوى ډيپلوماتانو ته تاوان نه دئ رسېدلئ.