تيره شپه دبغلان ولايت دډدنډغورې په سيمه کې دوسلوالوطالبانو اوافغان دولت ځواکونوترمنځ نښته رامنځ ته شوي وه چي قابو د ماښام د 6 بجوڅخه تر2 بجوشپي پوري يي دوام درلوده . وسلوالوطالبانو دټيلفون پرمټ ويب پاڼي ته ويلي وول چې ياده نښته تيره شپه شاوخوا 5 بجې رامنځ ته شوي وه چې په پايله کې دهغوې په وينا 8عرادې رنجرموټران ، يوميل اګاييز، يوميل پيکا اوګڼ شمير نوروه وړه وسله دجګړي پرميدان تري پاتي وه چې د دوي لاس ته ورغلې دي اوله ځانه سره وړي ده . همدغه راز دهغوي په وينا په ياده نښته کې ګڼ شميرپوليس مړه اوټپيان شوي هم دي ولې دمګړې يي په اړه کره مالومات نشته سربيره پردي طالبان وايي چې ددغې جګړې نه يوشمير جګړه کوونکې ژوندي په تيښته بريالې شويدي . دبغلان ولايت امنيتي چارواکو هم پيښه ومنله اوزياته يي کړه چي ياده نښته د 18 کوتلونو په سيمه کي رامنځ ته شوي د ډنډغوري ولسوالي ديوتن امنيتي چارواکي په حواله چې نه يي غوښتل نوم واخستيل شي ويب پاڼي ته وويل چې وسلوالو مخالفينو 5 رنجر موټران له ځانه سره وړي او 2 يي سوزولي دي ولي ديوي بلي سرچيني په وينا وسلوالو مخالفينو 6 رنجر موټران له ځانه سره وړي او 2 نوروعرادو ته يي اور اچولي دي . ديادي سرچيني په وينا ياد رنجرموټران دامهال داحمدزيو اووردګو په سيمه کې دي . په ياد ولايت کې ديوبل خبر له مخې نن په ځايي وخت 9 بجې په ولايتي شورا کې دخلکواسازې ندا کييانې باندي دياد ولايت د دارالمعملين په سيمه کې نامعلومووسلوالو ډزي وکړې چې په پايله کې نوموړې ستخته ټپي شوه چې دامهال دپلخمري ښار په يوه روغتون کې د درملنې لاندي ده ولې د روغتيايي حالت په اړه يي کره مالومات نه کيږي . ددغې بريد پړه تراوسه چا په غاړه نده اخيستې .
داسې حال کې ده چي تيره ورځ هم وسلوالو طالبانو دمرکزي بغلان په سيمه کې د 3 پوليسودوزلو ادعاء کوله مګرامين منګل چې دمرکزې بغلان دپوليسو مشر دي نښته يي ومنله ولې مرګ زوبله يي په کلکه ردکړه .