كله كله داسې هم پېښېږي چې په يو چا ډېر حساب كوې او په هره برخه كې ورسره همكار اوسې خو بيا دې په نيمه لاره كې پرېږدي او نه غواړي چې مرسته درسره وكړي، ان تر دې چې نه غواړي درسره وويني. هغه وايي چې د بدې ورځې ياران لږ وي دې ته وايي.
هېواد ته د دروغجنې دموكراسۍ د حكومت په راتلو سره چې امريكا د يوې ډالۍ په توګه هېواد ته راوړه، يوه ډله كسان وو چې د لويديزوالو په هره چاره كې مرستيالان وو او مرسته يې ورسره كوله، دوى لاره ورته ښودله چې چېرته بم واچوي، ملېشه خوشې كړي، څوك ونيسي، كومه ډله تعقيب كړي او چېرته د كوم وزن په كچه بمونه واچوي.
خو دوى د همدې دوستۍ له مخې ډېرې ګټې هم وكړې، د بن له غونډې راهيسې بيا په هره دوره كې دوى د خپل ځواك په مرسته ښه او ډېر لوړ پوستونه تر لاسه كړل او هم يې لري. خو له ډلې يې ځينې بيا داسې هم شول چې اوس يې باداران په ليدو هم شرمېږي په دې مانا چې نه غواړي چې ورسره وويني او يا يې په پلوي خبرې وكړي. ځكه چې هغوى داسې كسان وو، چې تر دې مخكې يې په ډېرو داسې بشردښمنانه كارونو لاسونه پورې كړي وو، چې كورني كسان خو پر ځاى پرېږده چې د دوى بهرني دوستان هم پرې شرمېږي.
بارك اوباما كابل ته راغلو خو نه يې غوښتل چې له دا ډول ځينو كسانو سره وويني، سره د دې چې دوى يې د هېواد په لومړي راتګ په وخت كې د هركلي لپاره تر مخ ګډېدلي هم وو. له دوى سره يې د افغانانو په سر هر ډول سوداګرۍ هم كړې وې او هم يې كوي. خو بيا هم دوى دومره شرمېدلې څېرې وې چې دوى نه غوښتل چې ورسره وويني.
داسې ولې او د څه لپاره وشول؟
دا خو د لمر په شان څرګنده خبره ده او ټولو په خپلو سترګو د دوى تېرې كړنې ليدلې دي، چې دوى څه ډول خلك دي او په خپل تېر وخت كې يې څه ډول كړنې ترسره كړې دي. د خپلې سوداګرۍ، انجوګانو د جوړولو او همدارنګه د ښار په زړه كې د لوړو بلډېنګونو د جوړولو لپاره يې څومره ملت په وينو ككړ كړى او له څومره ملت څخه يې پلار، زوى، مور، وروڼه، مېرمن او خپل خپلوان اخيستي دي.
څومره خلك يې د ژبې، سيمې، قوم او حزبي دښمنيو له امله له تېغه تېر كړي دي. ډېرو ته به پوښتنه راولاړېږي چې ولې داسې وشول، خو لږ دې خپل سر په ګرېوان كې ښكته كړي او بيا دې وګوري چې د دې ډول پېښو لامل څه دى.
ټولو هېوادوالو ته درناوى لرم خو دا يوه خبره ټولو هېوادوالو ته د خپل نظر په توګه وړاندې كوم چې خپل هر هېوادوال ته درناوى ولرئ كه هغه له هر قوم، هرې ژبې او هرې سيمې څخه وي. بهرنيان د خپلو ګټو تر لاسه كولو پرته زموږ دوستان نه دي كه هغه امريكايي، پاكستاني، ايراني او يا هم د هر بل ملك وي. كه زما له كوم بهرني سره جګړه پېښېږي افغان زما ملاتړ كوي نه بل څوك نو موږ بايد تل خپلو افغانانو ته درناوى ولرو او هر بهرني ډول ته ونه ګډېږو چې بيا به مو پايله همدا ډول وي.
مادرته وېل چې مينه مه كوه پاګله، خو تا كله منله