کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني دوه ولسي کسان مړه او څلور ټپيان کړل

د ماين چاودني دوه ولسي کسان مړه او څلور ټپيان کړل

د هلمند ولايتي مقامات وايي په مرجه ولسوالي کي د ماين يوې چاودني دوه ولسي کسان وژلي او څلور نور ټپيان کړي دي. چارواکي وايي پېښه د نن د يکشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته سوه چي يو ټکټر (تراکتور) پر ماين باندي وختئ. د دې چاودني مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ خو افغان حکومت لا دمخه خبر ورکړئ وو، چي د مارجې د جنګ پر مهال طالبانو په سيمه کي ډېر ماينونه ښخ کړي دي. د سره صليب نړۍ والي ټولني پر طالبانو تور ولګاوه چي د ماشومانو د لوبو  دشيانو په بڼه يې ماينونه جوړ کړي او هره خوا ښندلي دي.