کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې ليكلي، چې لويديځ ايران او چين ته د حامد كرزي په سفر خپه دې، ځكه د ورځپاڼې په وينا لويديځ فكر كوي، چې دا دواړه هيوادونه په افغانستان كې د ناټو د ماموريت برياليتوب نه غواړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د امريكا په روانې ستراتيژۍ بحث كړې او د چيننا ډيلي د يو رپورټ په استناد يى ليكلي، چې امريكا بايد پخپله ستراتيژۍ كې بدلون راولي.
په ورځپاڼه كې د افغان دولت او وسلوالو مخالفينو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه هم يو مطلب خپور شوې او پدې ترڅ كې د امريكا او ناټو د سلا كارانو په حواله ليكل شوي، چې كرزې بايد پدې معامله كې له بيړې كار وانخلي.
د ورځپاڼې په وينا امريكا غواړي، چې لومړې په طالبانو پوځي فشار زيات او هغوى كمزورې كړاى او بيا افغان ولسمشر له هغوى سره د يو ځواكمن دريځ نه خبرې پيل كړي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د حكومت او ولسي جرګې ترمنځ وروستي ټكر ته په اشارې ليكلي، چې ملي ګټې د دولت د درې ګونو قواو ترمنځ د همغږۍ حكم كوي.
ورځپاڼې ليكلي، چې اوس مهال افغانستان له خورا حساسو شرايطو څخه د تيريدو په حال كې دې او دا د درې ګونو قواو د چارواكو مسؤليت دې، چې دغو ستونزو ته د حل معقوله لار پيدا كړي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د بې سرپرسته ماشومانو حالت ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې ددوى حالت ته بايد جدي پاملرنه وشي.

اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د جمهوري رياست په انتخاباتو كې د بهرنيو د لاس وهنې په اړه د ولسمشر كرزي وروستيو تندو څرګندونو ته په اشارې پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې ښاغلې كرزې دې د تير پر ځاى راتلونكې ته فكر وكړي.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د كابل او واشنګټن ترمنځ وروستيو اختلافاتو ته كتنه كړې او پوښتلي دي، چې دا اختلافات افغان ولس ته څه وركولې شي؟
ورځپاڼې په افغانستان كې د ايران لاس وهنې ته هم كتنه كړې او پدې ترڅ كې د سي ان ان د ټلويزيوني شبكې د يو رپورټ په استناد يى ليكلي، چې ايران هڅه كوي، چې د كندهار پيليدونكي عمليات سبوتاژ كړي.
د ورځپاڼې په وينا همدا اوس ايران په كندهار كې د طالبانو د پياوړې كولو لپاره دغه ولايت ته وسلې او مهمات ليږي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د سولې په مشورتي جرګې بحث كړې، چې په نږدې راتلونكې كې په كابل كې پرانستل كيږي او هيله يى څرګنده كړې، چې دا جرګه به په هيواد كې د سولې د ټينګښت لپاره لاره هواره كړي.
ورځپاڼې په يو څيړنيز مطلب كې په افغانستان كې د ملګرو ملتونو رول ته كتنه كړې او ليكلي، چې ددغه سازمان منصفانه رول به په افغانستان كې د ټولو په ګټه وي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په كابل كې د سړكونو د بيارغونې بهير انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې دا بهير ډير سست روان دې.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې د ولسمشر كرزي وروستي وينا ته په اشارې د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ اړيكې څيړلې دي.
خو اصلاح بيا د امنيت مسئله راخستې او ليكلي، چې پكار ده، چې د نا امنۍ عوامل له منځه يوړلې شي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم تر ډيره د ولسمشر كرزي د وروستيو څرګندونو په اړه پورته شوي غبرګونونه راخستي او د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې يى د امريكايي چارواكو په حواله ليكلي، چې كرزې شا ته ګوري.
ورځپاڼې د همدې موضوع په اړه په يو جلا مطلب كې د افغان كارپوهانو په حواله ليكلي، چې د ښاغلي كرزي څرګندونې د يوې نوې سياسي لوبې پيل دې، خو د ملي شورا ځينې غړي بيا هغه د ښاغلي كرزي ملي احساس بولي.

خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرليك په افغانستان كې د سولې روانو هڅو ته ځانګړې كړې خو په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې پخواني جګړه ماران له دې بهيره په ويره كې دي.
په ورځپاڼه كې په كندز كې د جرمني د ځواكونو په لاس د افغان سرتيرو د وژنې پيښې ته په پام سره ليكل شوي، چې جرمن ځواكونه لا هم خپل دوست او دښمن نه پيژني.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم په همدې مسئلې بحث كړې او ليكلي، چې دا تيروتنې به تر كله تكراريږي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ بل مهم سرليك د امريكا د بهرنيو چارو د وزارت دې غوښتنې ته ځانګړې كړې، چې پاكستان دې د پنجابي طالبانو پر ضد اقدام وكړي.