د اپريل دريمه کال ٢٠١٠
يو متل دى چى وايى ” خدايه دادا نر کړى چى ابۍ(مور) ووهى”. د ولسمشر کرزى د پنجشنبى د ورځى، د اپريل د دوهمى نيټى ٢٠١٠، وينا چى په کابل کى يى د ټولټاکنو مستقل کميسون ته د افغانستان د تير کال د اګست د مياشى په انتخاباتو کى د پيټر ګالبريټ چى يوامريکايى دى او د افغانستان لپاره يى په کابل کى د ملګرو ملتونوپه دفتر کى د مرستيال دنده لرله اوهم د اروپايى اتحاديى د کميسون د مشرجنرال فليپ ماريو د لاس وهنو او ټګيو برګيو په باره کى د کميسون ګډون کوونکو ته اوروله ډير پټ رازونه ښکاره کړل. کرزى پخپله وينا کى وويل چى په دى ټولټاکنو کى ځينى خارجى سفارتونو، د اروپايى اتحاديى مشر جنرال ماريو او په ځانګړى ډول پيټر ګالبريټ په کابل کى د ملګرو ملتونو مرستيال د انتخاباتو د کميسون ځيني غړي په مرګ تهديد کړي وو. کرزى وويل چى پيټر ګالبريټ د کميسون د دارالانشا مشر نجفى ته ټيليفون وکړ چى د انتخاباتو نتيجه اعلان نه کړى او که تاسو يى اعلان کړۍ ددى معنى به دا وى چى تاسو پخپله خپل قبر کيندلى دى يعنى ښاغلى نجفى د پيټر ګالبريټ لخوا په مرګ تهديد کړى شو.
د کرزى وينا چى ټوله په حقايقو ولاړه وه، د امريکى د سپينى ماڼۍ او د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت د مامورينو د چټک غبرګون سره مخامخ او د ډيپلوماټيکونزاکتونو په خلاف د کرزى په مقابل کى په ډيرو سختو الفاظو سره و غندل شوه، د کرزى دغى وينا امريکايان لکه د وحشى مچيو(غومبسو) په شان راوپارول. يو متل دى چى وايى په سياست کى ملګرتيا نشته. امريکا په ټوله نړۍ کى يو ملګرى لرى چى هغه اسرائيل دى. که اسرائيل د امريکا په مخ توکاڼى(لاړي) هم تو کړى بيا هم ورته هيڅ نه وايى چى البته دامريکا دا ملګرتيا يواځى د اسرائيلو په مقابل کى صدق کوى نه د بل کس او يا هيواد په باره کى. اسرائيل په ټوله نړۍ او په ځانګړى ډول په منځنى ختيځ کى يواځنى هيواد دى چى د امريکا د ګټو ساتنه کوى او د بى غيرتو او نامتحدو عربانو په سر لکه قصاب تبرګى په لاس ولاړ دى او هره ورځ په لسهاو بيګناه فلسطنيان وژنى خو دغه عربى هيوادونه د امريکا او اسرائيلو د مظالمو په مقابل کى چپه خوله دي.
اوس خبره داده که چيرى ولسمشر کرزى دا خبري د احساساتو له مخى او يا هم خپل وجدان ديته مجبور کړى وى چى په انتخاباتو کى د بعضى خارجى هيوادونو لاسوهني په ډاګه اوروښانه کړى خو ډيره ښه خبره ده او که چيرى يى د ايران د ولسمشر احمدى نژاد د ژمنو او وعدو په اساس کړى وي نو دا به د کرزى عمر ډير زر را لنډ او لکه د مرحوم داود خان په شان به يى د مرګ کومى ته ور واچوى. که د نن نه تقريبآ څلويښت کاله تيرتاريخ ته وګورو او د مرحوم داود خان د حکومت دورى ته ځغلند نظر واچو نو دابه راته روښانه شى چى د داود خان سره هم ځينو عربى، اروپايى او د هغه وخت د ايران شاه د اقتصادى مرستو وعدي کړي وي او دا هغه وخت وو کله چى مرحوم داود خان د هغه وخت د اتحاد شوروى په عزايمو او د افغانستان په کورنيو چارو کى په لاسوهنو پوه شو.
کله چى مرحوم داود خان په مسکو باندى شکمن شو نو عربى،اروپايى اود ايران هيوادونوته يى د مرستى او همکارۍ لاسونه وروغځول او ځينى هيوادونو ته پخپله ولاړ او ځينى نورو ته يى خپل لوړ پوړي مامورين وليږل. داود خان خپل سفرونه په ١٩٧٧ او ٧٨ کى سعودى عرب، مصر، متحده عرب امارات، کويټ، ايران او حتى پاکستان ته پيل کړل او ددغه سفرونو موخه يواځى او يواځى د اتحاد شوروى نه د خلاصون لپاره وه.
کله چى د شوروى اتحاد د کىجىبى جاسوسى سازمان پوه چى داود خان غواړىد مسکو د شر نه ځان خلاص کړى نو د هغه د مرګ تيارى په مسکو کى پيل شوي چه په نتيجه کى يى د ثور منحوسه کودتا په لاره واچول شوه. مرحوم داود خان د افغان کميونستانو له خوا د کىجىبى په اشاره په شهادت ورسول شو چى د ثور د منحوسى کودتا څخه نيولى تر اوسه پورى د افغانستان مظلوم اولس د مصيبتونو او کړاونو سره لاس او ګريوان دى.
د مارچ په مياشت کى د ايران ولسمشر احمدى نژاد کابل ته راغى او ورپسى ولسمشرحامد کرزى تهران ته په سفر ولاړ. د قراينو نه داسى معلوميږى چى حامد کرزى د جمعيت اسلامى اوکريم خليلى لخوا مجبور شوى وى چى ايران ته د مرستى غوښتنى په خاطر لاړ شى چى په دى کار سره د ولسمشر کرزى اعتبار د امريکا او اروپايى هيوادونو په مقابل کى راښکته کړى اوجمعيت اسلامى او حزب وحدت د کريم خليلى په مشرۍګوندونه په اصطلاح په يوه کاڼى دوه مرغۍ ښکار کړى. يعنى کرزى د امريکايانو په مقابل کى يو متمرد ولسمشر معرفى کړى او له بلى خوا د ايران نه نور امتيازات تر لاسه کړى.
جمعيت اسلامى د استاد ربانى په مشرۍ، د شوراى نظار اوباشان اود کريم خليلى د وحدت ګوندونه په ژبنى او مذهبى لحاذ د ايران دولت او روسي ته ژمني او تعهدونه کړيدي چى په افغانستان کى د پښتنو پر ضد خپل فعاليتونه زيات کړى او د وروڼو قومونو تر منځ اختلافاتو ته په هره وسيله چى کيږى لمن ووهى او ملى وحدت ته تاوان ورسوى. له بله طرفه ولسمشر کرزى په وار وار ويلى دي چى د طالبانو سره بايد خبري وشي چى په افغانستانا کى سوله راشي. د طالبانو سره د سولى د مذاکراتو مخالفت نه يواځى پاکستان کوى بلکه روسيه او ايران هم ددغو خبرو په اړه خنډونه راپيدا کوى . د ايران دليل دادى چى طالبان سنيان دي او ايران يو شيعه مذهبه هيواد دى او پاکستان خو مونږ ټولو ته معلوم دى چى د افغانستان د جهاد څخه را هيسى په افغانستان خپل سياسى تجارت ته دوام ورکړى دى.
دا ښکاره خبره ده چى ډاکټر عبدالله د اروپايى اتحاديى د کميسون مشرجنرال فليپ ماريواو پيټر ګلبريټ ته د زمردو، الماسو او لاجوردو ډير سوغاتونه ور ډالۍ کړي وو چى ددغه سوغاتونو په اساس دغه دواړو کسانو د ډاکټر عبدالله په حق کى د ټولټاکنو بهير ناقصه اعلان کړ او د انتخاباتو د کميسون مشرانو ته يى د مرګ ګواښونه وکړل.
ولسمشر کرزى بايد په دى حساس وخت کى چى د پښتنو سره ټولى نړۍ رااخستى ده خپلو خبرو ته په ډير دقت پام وکړى او امريکا او غربيانو ته داسى موقع ورنکړى چى د هغوي د جبروت لاندى را شى. ولسمشر کرزى بايد د ملى خاينانواو جنايتکارانو په باره کى چى د وطن د مور سره يى خيانتونه کړى او د جنايتکارانو لخوا ډيرى ميندي بوري شوي، ډيرى ميرمني کونډي شوي او ډير اولادونه يتيمان شويدى خپل جد و جهد ته دوام ورکړى چى ټول ملت ورڅخه خوشاله شي. ولسمشر کرزى بايد په دى حساس وخت کى د امريکا او نورو اروپايى هيوادونو قهر او غضب ته لاره هواره نه کړى چى د هغه د مرګ سبب وګرځى او که داسى وشى نو قسيم فهيم به بيشکه د افغانستان مؤقتى جمهور رئيس شى چى دا به د روسي او ايران نه يواځى د خوشالۍ سبب وګرځى بلکه د هغوي لپاره به د مداخلى مستقيمه لاره پيدا شى. د لوى افغانستان په هيله.
=================================
د پښتو يې ګانو د استعمال يو څو بېلګي وګورئ
لراوبرhttp://larawbar.com/detail.php?id=1000
================================