پېښور: د پختونخوا وزیر اعلی ښاغلی امیر خېدرخان هوتی اعلان کړے دے چې په صوبه کښې به د اتفاق او ورورولئ فضا په هر قېمت مقدمه ساتی۔ او دا چې داسې کول ددوئ قامی ذمه داری هم ده۔
” مونږ به د صوبې د خپل کږې نوم په حواله مرور وروڼه پخلا کوو، ځکه چې د خېبر پښتونخوا په ګوټ ګوټ کښې مېشتۀ تمام خلق زمونږ عزیزان دی او د صوبې د پرمختګ او سوکالئ په سفر کښې باید چې دوئ زمونږ ملګری شی”،
وزیر اعلی وئیل چې د چشمه لېفټ کېنال په شان د لوئې منصوبے منظوری ښائې چې مونږ ټولو وګړو او سیمو ته په یوه سترګه ګورو۔ دوئ زیاته کړه چې د 312 مېګاواټه برېښنا پېدا کولو په اوؤ منصوبو به ډېر زر کار پئېل کړل شی۔ امیر حېدر خان هوتی دا هم وئیل چې د صوبې د شناحت سره تړلې صوبائې خود اختیاری او ددې ثمرات به مونږ کور کور ته رسوو۔
امیر حېدر خان هوتی دا خبرې په نشتر هال پېښور کښې د صوبې د نامې په ترڅ کښې د “تشکر د ورځې ” په مناسبت رابللې شوې غونډې ته په خپل خطاب کښې کولې۔ دا غونډه د عوامی نېشنل پارټی پېښور څانګې جوړه کړې وه چې په کښې د اې این پی صوبائې صدر ښاغلی افراسیاب خټک، مرکزی او صوبائی وزیران، د ګوند مشران، د قامی او صوبائی اسمبلو غړی هم ناست وو۔ نشتر هال د ګوند د کارکنانو نه برجت وۀ۔
دې غونډې ته ښاغلی افراسیاب خټک، سنئر وزیر بشیر احمد بلور او مېا افتخار حسېن هم وینا اوکړله۔
د پختونخوا وزیر اعلی وئیل چې د ډاکټر خان صېب نه وروستو د قام پرستئ د سور بېرغ په برکت دوئ ته ددې صوبې د کم عمره او متفقه وزیر اعلی اعزاز په سر دے ولې دوئ په ډاګه کړه چې تاریخ به دا هم لیکی چې د پښتونخوا صوبې د لمړی وزارت اعلی شمله ددوئ په سر پرته وه۔ او دا به ددوئ تر ژوند ژوند اثاثه وی کوم چې ددوئ لپاره د هېرېدلو خبره نه ده۔
دوئ وئیل چې سرمشر اسفندیار ولی خان هم په دې نشتر هال کښې د صوبے خلقو او قام سره چې کومه وعده کړې وه هغه پوره شوې ده۔ ده زیاته کړه چې پښتون قام چې د امن دښمنه خلقو په ضد کومه مبارزه پئیل کړې ده ، هغه په نېغه لار روانه ده او دا چې دا مبارزه به خپل مرام پله مونږ بیائی۔ او د پښتونخوا د تباهئ خوبونه لیدونکو خلقو خوبونه مات شوی دی او دوئ اوس د تېختې لار نه مومی۔
” د پېوچار اولس، مشران، زنانه او ماشومان د وسله خوښو نه د خلاصی نه وروستو د عوامی نېشنل پارتۍ او ددې مشرانو ته دعاګانې کوی۔”
د صوبائی خودمختارئ په باب له امیر حېدر خان هوتی وئیل چې د 26 محکمو اختیار به صوبو ته ترلاسه شی۔ د 312 مېګا واټه بجلئ په بېدا کوونکو اوؤ منصوبو به زر کار شورو کړل شی او بله دا چې دغه منصوبې به صوبې ته په کال کښې پنځوست شپېتۀ اربه روپئ امدن راوړی۔ د زرعی خودکفالت لپاره د 70 اربو روپو په خرڅ سره به د چشمه لېفټ کېنال منصوبه سر ته رسولے کیږی، او ددې منظوری مرکزی حکومت زمونږ په خواست ورکږې ده۔
” دا منصوبه به درې لکهه ایکړه اضافی مزکه د کر کروندې جوګه کړی۔”