کور / تازه خبرونه / عوامي نېشنل ګوند په ټوله خيبرپښتونخوا کي جشن ونمانځه

عوامي نېشنل ګوند په ټوله خيبرپښتونخوا کي جشن ونمانځه

پېښور: عوامی نیشنل پارټۍ او صوبائی حکومت د صوبی د نوم خېبر پښتونخوا کېدلو په خوشحالئ کښې نن په ټوله صوبه کښې جشن پښتونخوا اونمانځله۔


 


په دې موقع په ټوله صوبه کښې جلسے اوشوې، جلوسونه اووتل او خوشحالئ اوشولې۔


 


د پېښور په نشتر هال کښې هم یوه ستره دستوره اوشوه چې ورته د پښتونخوا وزیر اعلی ښاغلی امیر حېدر خان هوتی، د اې این پی صوبائی صدر افراسیاب خټک، سنئیر وزیر بشیراحمد بلور او مېاافتخار حسېن وینا اوکړله او ګلزار عالم، مه جبین قزلباش، معشوق سلطان او نورو سندر غاړو د ټنګ ټکور پروګرام وړاندې کړو۔


 


دې دستوره کښې په ګڼ شمېر د کارکنانو نه علاوه صوبائې وزیران، د قامی او صوبائی اسمبلو ممبران هم ناست وو۔


 


زاهد بونېرے