منبع : ویکیپېدیا
اینه د موادو د بدلون مرکزي اوآغېزمنه غړې ده . او یوه غټه مرغړې د انسان او د ژوي په بدن کي ده . د انسان اینه د دو نا برابرو ټوټو څخه جوړه سوې ده او د انسان د راسته خواته څه پورته تر څاړو(حجاب حاجز) لاندي د ټټر تر سدپ لاندي ځائ لري . د یوه ځوان انسان د ایني دروندواله ( kg ۱٫۵ ) راځي. د راسته اینې شا چې د يوه غاب غوندي شکل لري راسته پوښته ورګی، دولسګوتیزه کولمه، غټي کولمې او تریخی ځائ لري . تر کیڼي ټوټې لاندي مېده ځائ پرځائ ده . باریک جال ډوله رګونه دننه په اینه کي د وینو د رګو سستېم ټاکي . وینه چې د هضم، د توري (طحال) او د نس د پردې څخه راځي د اینې د غټ رګ په مرسته و اینې ته ورځي . د دغه رګ هغه وړوکي ښاخي د اینې پر مخ لکه د وېښتیانو جال غوندي پراته دي . دغه بیاد ایني منځ خواته د وریدو په شان په اینه کي راخلاسیږي . دغه وریدونه سوکه سوکه غټیږي، چې په پاي کي د ایني غټ وریدونه ځني جوړېږي او د اینې په لاندنۍ برخه کي سره راټولیږي . کله چې رګونه و اینې ته وینه رسوي نو د دغو رګونو په مرسته اینې ته اکسجن هم ورسوي . پر پورتنۍ سطحه باندي د اینې د حجري خالي نل ډوله اوږده ځایونه سته، چې د تریخي د باریکو رګوچې د نورمالو باریکو رګونو څخه جلا دي، پراته دي .کله چې اینه خوږ سي د تریخي رګونه ځانونه خلاسه وي او اوبړین مواد وینو ته ورځي، چې د ژړي د ناروغۍ لامل ګرځي . د تریخي باریک رګونه هم یو رکیز جال جوړه وي . په دغو باریکو رګونو کي د تریخي مایع برخلاف د وینو د بهیر څخه خوځيږي . د اینې څخه یوغټ رګ دتریخي دکڅوړي خوا ته و رغلی، چې ودغه غټ رګ ته داینې (Ductus hepaticus) واي .او د دغه غټ رګ څخه د اینې یو بل لږ څه وړوکی رګ جلا کېږي د تریخي کڅوړي ته ورځي ، چې و دغه رګ ته (Ductus cysticus) وائي . دغه غټ رګ وروسته تر تریخي د رګ څخه و دولسګوتیزي کولمې ته ور ننوزي، چې دغه خولې ته د رګ
(Ductus choledochus) وائي .
د اینې باریک او نازک رګون د اینې د ځواکمن کولو لپاره او د توکو د بدلون او رابدلون لپاره کار کوي او د نورو باریکو رګونو د جال سره پراته دي . دغه رګونه بر سیره د تریخي د اوبو نه و اینې ته ځواکمن بدلونیز توکي رسوي . اینه د بدن د پروتینو رسونکې ده او د نایدرجن د موادو د پاتشونو توکو څخه ئي ادراري مواد جوړه وي . په یو څه لږه اندازه غوړ ذخیره کوي . په یوه ښه اندازه سره (Glykogen)یاني کاربن هایدرایت جوړه وي . اینه برسېره پر دې د اوسپنیز موادو،د وینه جوړول او جوړښت د تریخي د توکورنګ د وینو د سرو کرویاتو د خزلو څخه د اینې د دندو څخه ده . اینه د وینو نه غټــی (لخته)کېدو د مخنوي او نه زهري کېدو کي د وینو غټ رول لري . دغه ټوله کارونه د اینې هره حجره ځان ته جلا تر سره کوي . ګټوره خبره لا دا ده، چې اینه وروسته له ناروغی تر خوږېدو د بیا ځلي لپاره ځان پخپله تازه او بیا نوې (Regeneration) کوي .
اینه یو ډېر کړکېچن سستېم لري خو دلته ډېره ساده، آسانه اولنډه ژباړه سوې ده .
د اینې ناروغۍ : داینې ناروغۍ ډېري دي خو دلته د یوڅولږو نومان اخلو!
غوړه اینه : (Steatosis hepatis) دغه ناروغي له ډېره بې ځایه خوراکه، ډېر درمل خوړل، ډېر الکهول چیښل، شکره (Diabetes mellitus)، حامله ګي یا د پروتینو د کموالي څخه پیداکېږي .بله د اینې ناروغي هیپاتیتیس (Hepatitis) ده : دغه ناروغي تل د اینې د خوږ څخه یاد اینې د خراپېدو څخه منځ ته راځي . ډولونه ئي دادي :
Hepatitis A)
، (Hepatits B)، (Hepatitis C)، (Hepatitis D)، (Hepatitis E .
د اینې بله ناروغي د اینې پاړسوب یا بونجې کېده دي، چې دې ته
(Liver zirrhose) وائي . دغه ناروغي ډېر لاملونه لري . او دغسي نوري د اینې ناروغۍ .
اخستونکځي : الماني دایرت المعارف (der grosse Brockhaus) او ویکیپېدیا .