نرګس چی په لاس کی یی یو بادی توپ نیولی وو او سارا ته یی انتظار ایست ترڅو ورسره لوبی وکړی، په ډیری خواشینی سره خبره شوه چی سارا ناروغه ده او مور یی کلینیک ته د معاینی لپاره وړی ده. دی هم نور د سارا انتظار ونه ایست، توپ یی یوه خوا کیښود او له پیشو سره په لوبو لګیا شوه.
یوی خوا ته منډی که او بلی خوا ته منډی که، نور نو له منډی کوولو ستړی شوه او پیشو ته یی توپ ورګذار کړ ترڅو ورسره توپ بازی وکړی. خوا پیشی په توپ بازی نه پوهیده او کله به یی توپ په خوله کی ونیو کله به پری کیښیناسته او کله به یی ورته تری تری کتلی او نه پوهیده چی څه وکړی. خو له دی خاطره چی نرګس به هره ورځ توپ سره لوبی کولی نو دی خبری د پیشی په دماغ کی دا خبره پیدا کړه چی په دی توپ کی به کومه خبره وی چی نرګس پری دومره په مینه لوبی کوی. نو دی هم له ځان سره دا هود وکړ چی کله نرګس په کور کی نه وی نو دا به په توپ لوبی کوول شروع کی.
د پیشی خو کوم خاص کار نه وو زده، خو بیا هم به یی توپ په لغته دیخوا هاخوا وی وړ. یو وخت چی نرګس په توپ نوری لوبی هم شروع کړی، لکه توپ به یی په سر وواهه، کله به یی په یو دیوال وواهه لکه فوتبالران یی چی په ګول کی اچوی، کله به یی په اوږ لرګی کی یوه لومه واچووله او توپ به یی د حلقی په مینځ کی واچاو هاغسی چی یی باسکتبالران کوی نو پیشی هم چی یوه ثانیه یی هم نرګس یواځی نه پریښوده د هغی په کار او عمل بلده شوه او کله به نرګس نه وه نو دی به هم توپ به دیوال وواهه او کله به چی فکر یی بلی خوا ته شو نو په خپله ککره به یی په نا پوهی کی په دیوال وهله. کله کله به یی هغه لرګی ته چی نرګس د انګړ په منځ کی ښخ کړی وو او توپ به یی د حلقی ورمینځ ته اچاو، خیزکی وهلی خو هیڅ کله یی هم په لومه کی توپ اچولی ونه شو.
یوه ورځ چی کله کله نرګس په کور کی نه وه نو پیشی بیا ډیر کوښښ وکړ چی په لومه کی توپ واچوی خو وی نه شو کولای نو پورته یی بام ته وکتل او په زړه کی یی وګرځیده چی که له بامه خیز کی او په لومه کی توپ واچوی نو دا کار به ورته اسان وی تر دی چی له مځکی د لومی په لور ټوپ وکړی… همداسی یی و کړل او له بامه یی د لومی او لرګی په لور خیز واچاو خو په عوض ددی چی توپ په لومه کی واچوی، خپله په لومه کی ولویدی او سر یی د لرګی په نوکه کلک ولګید او تری وینی جاری شوی، خو ډیر وخت یی ونه نیو ترڅو چی نرګس بیرته کورته را ستنه شوه او پیشی یی له لومی آزاده کړه. کله یی چی پیشی له لومی بیرون وایسته او په زخم یی کلکه پټی کیښوده ترڅو نور تری وینی ونه بهیږی بیا یی د پیشی په لور په قار قار وکتل او د ګوتو څنډلو سره یی ورته ووائیل
” با خبره اوسه چی نور د لومی په لور خیز نه کی ښا… که زه اوس په وخت رسیدلې نه وای نو ته مړه پرته وی”
خو پیشی سر لاندی واچاو او په نرم او ورو آواز یی ووائیل
“میو… میو ”