د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلاري کلنټن د افغانستان پر ولسمشر حامد کرزي ږغ وکړ، چي له طالبانو سره په سوله کي دي تلوار نه کوي.
هيلاري کلنټن وويل دواړه هيوادونه بايد د خپلو ګټو د ترلاسه کولو په خاطر مشترک ګام واخلي، نه دا چي دواړه هيوادونه له يوه او بل څخه بېل سي.
بلي خوا ته په افغانستان کي د امريکايي قومندان جنرال مک کريسټال سلاکار ګريمي ليمب وايي د روان کال تر پايه به واشنګټن، اسلام آباد او کابل له طالبانو سره د سولي پر سر يوې نتيجې ته ورسېږي.
ګريمي ليمب هم پر افغان حکومت ږغ وکړ چي له مخالفو وسله والو سره په سوله کي بېړه تاواني ده.
امريکايي مقامات دغه غوښتنه پر داسي مهال کوي چي له يوې خوا ولسمشر کرزي د اسلامي حزب له استازو سره د سولي خبري پيل کړي او له بلي خوا يې له امريکا او لوېديځ سره په افغانستان کي د لاس وهني له امله مخالفت پيدا سوئ دئ.