کور / تازه خبرونه / ماسکو: ښځينه ځانمرګې وپېژندل سوه

ماسکو: ښځينه ځانمرګې وپېژندل سوه


د روسيې استخباراتي ادارې د يوې ښځينه ځانمرګي د پيژندلو ادعا کړې ده.

د روسيې استخبارات وايي دغي ښځي د ماسکو ښار کي د تر مځکي لاندي ريل ګاډۍ يا ميټرو په يوه تم ځاى کي چاودني پلان کړي وې.

پوليس وايي دغه ښځه د داغستان اوسېدونکې ده، ١٧ کاله عمر لري او ډيزنت رحمانوف نومېږي او د يوه تندلاري ځوان مېرمن ده.

د روسيې رسنيو د دې مېرمني يو عکس هم خپور کړئ چي د کلاشينکوف په لاس خاوند سره په حجاب کي ولاړه ده او ګرنيټ يې په لاس کي دئ.

روسي رسنۍ وايي د آغلي ډيزنټ مېړه پروسږکال د ډسمبر په مياشت کي له پوليسو سره په جګړه کي وژل سوئ وو.
راپور وايي له ډيزنت سره يوه بله شل کلنه مېرمن هم ماسکو ته ننوتلې وه چي د پوليسو له خوا د لټون چاري رواني دي، د راپور له مخي دوهمه ښځه مارکها نومېږي او د چيچنيا اوسېدونکې ده.