د جمهوري رياست په انتخاباتو کي د کرزي له خوا مات سوئ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله وايي حامد کرزي لاره ورکړې ده.
ډاکټر عبدالله نن په کابل کي يوه خبري کنفرانس ته د ولسمشر کرزي د هغي وينا په هکله څرګندوني کولې چي ويل يې په افغانستان کي د بهرنيانو مداخله د طالبانو مقاومت ته ملي رنګ ورکوي او د ده حکومت لاسپوڅى ثابتوي.
ډاکټر عبدالله وويل د حامد کرزي دغه څرګندوني بېله دې چي د طالبانو مورال نور هم قوي کړي، بله هيڅ ګټه نلري.
عبدالله وويل د کرزي څرګندوني د ملي ګټو سره ځکه خيانت دئ، چي کرزى ملي مقاومت له ترريزم سره تشبيه کوي.
د ډاکټر عبدالله په وينا حامد کرزى د هيواد په اداره کي پاته راغلى دئ، لاره ځني ورکه ده، يو مشکل حلوي، خو څو نور زېږوي.