کور / تازه خبرونه / درې جرمني عسکر ووژل سول

درې جرمني عسکر ووژل سول

د جرمني د دفاع وزارت خبر ورکړ چي په افغانستان کي يې د جمعې په ورځ په عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دفاع وزارت منلې چي درې عسکر يې د طالبانو په يوه وسله واله حمله کي وژل سوي او پنځه نور يې ټپيان سوي دي.
د کندز يوه ځايي چارواکي عبدالوحيد عمرخېل ويلي دغي نښتي څه باندي درې ساعته دوام کړئ او نيژدې ٢٠٠ طالبانو له افغان پوليسو او جرمني عسکرو سره جنګ کاوه. نوموړي طالبانو ته د اوښتي مرګ ژوبلي په هکله څه نه دي ويلي.