لیکوال : نثار احمد صمد
بسم الله الرحمن الرحیم ـ نن په داخل کی « پنتاګون » او په بهر کی « ناټو » د امریکا د دفاع وزارتونو حیثیت لری . کله چی شوروی اتحاد ژوندی و ، نو امریکا د ناټو سره واده نسو کولای ، خو کله چی هغه مړ سو ، سوړ جنګ پای ته ورسېد ، د واسا تړون ونړېد او امریکا د نړۍ یوازینی قدرت سو نو وروسته یې د ناټو سره واده وکړ .
واشنګټن د دې لپاره چی ناټو ته کیزه واچوی ، ښه یې وځغلوی او هر ځای یې وجنګوی ، په تیرو شلو کالو کی ( یعنی د شوروی تر مړینی وروسته ) لاندینۍ کړنلاره غوره کړې ده :
لومړی ـ ناټو د سړې جګړې ، شوروی اتحاد او وارسا تړون د ختمېدو سره سره باید بیا هم خپل ( بې موجبه ) ژوند او خوځښت ته آن تر پخوا لا هم ډیر پایښت ورکړی .
دوهم ـ ناټو باید حق ولری چی هر ځای ( حتی د خپلو جغرافیوی حدودو څخه بهر هم ) ننوتنی وکړی ، که آن هغه د ملګرو ملتونو د اجازې څخه پرته هم وی .
درېیم ـ ناټو به د نوي نړیوال نظم ( یعنی په واشنګټن کی د استوګن سوداګریزه او مالی قرارګاه ) پوځی وسله او ذریعه وی .
څلورم ـ ناټو به په اروپایی اتحادیه کی نفوذ او سرایت کوی او پر ملکی ژوندانه به تسلط قایموی ( خصوصأ په ختیځه اروپا کی ) .
پنځم ـ د پخواني وارسا تړون هېوادونه ( یا پخواني کمونیسټی دولتونه ) به ناټو ته داخلوی ( لکه رومانیا ، پولینډ ، هنګری ، بلغاریا ، چک جمهوریت او نور ) .
شپږم ـ په آسیا او منځني ختیځ کی به پوځی شتون ، پوځی خوځښت ، پوځی ننوتنی او پوځی عملیات کوی ( مثلأ په افغانستان ، عراق ، مرکزی آسیا ، خلیج او نورو کی ) .
اووم ـ داسی ښکاره او پټی ستونزی به جوړوی چی د پوځی او ملکی اړخونو تر منځ ټکر پېښ کړی څو په نتیجه کی پوځی غبرګون لازم سی ( لکه د منابعو لپاره ورځ بالا تقاضا ، د ساحلی سیمو ګړندی ښاری کول ، د محیطی ـ اقلیمی بدلون اغیزې ، د نوو ناروغیو ظهور ، د کلتوری یا ټولنیزو ربړو پیښول ) چی دا ټوله د آینده شخړو مبدأ جوړوی او ناټو خوشی چټی د هغو مسؤلیت د ځان بولی .
اتم ـ د بشری مرستو او طبیعی پیښو پر مهال به د عاجلو مرستو په نوم ور دانګی او هلته به د ملکی او پوځی اشخاصو سره د آینده لپاره ترتیبات نیسی .
هو ، دا ټول هغه عینی حقایق دي چی بیلګې یې په آسیا ، افریقا ، لیری ختیځ ، کارابین ، بالکان او لاتینه امریکا کی څو څو واره په سترګو لیدل سوي دي .
د یو تریخ حقیقت په توګه باید ووایو : ناټو چی د کوم هدف لپاره جوړه سوې وه ، هغه یې په خپله توره تر سره نه کړ . یعنی د شوروی او وارسا په نړولو کی ناټو حتی یوه سلنه رول هم نه دی ادأ کړی بلکی هغوی پخپله له دننه وشوړېدل . وګورﺉ ناټو د « ساړه جنګ » په ټوله پنځوس کلنه موده کی حتی یو فیر ( ډز ) لا هم نه دی کړی ، حال دا چی بل چا خپل هدف ته وړیا ورسوله چی هغه د افغان مجاهدینو شهامت ، د افغان ملت غیرت او د ماسکو ( پوځی ـ اقتصادی ) ذلالت و . نو کله چی شوروی اتحاد ونړېد او د وارسا تړون وشوړېد ، ناټو هم نوره بې هدفه ، بې مأموریته او بې جهته سوه . ځکه نو ویلای سو چی ناټو د زاړه سیاست ، زاړه دوران او زاړه نظام یو پاتې شونی دی چی په بله بڼه کی نوي سیاست ، نوي دوران او نوي نظام ته داخل سوی دی . په بل عبارت ، نننۍ ناټو په یوویشتمه پیړۍ کی د شلمی پیړۍ یو سرطاني مرغړﺉ دی چی ټوله نړۍ یې مسموم او مغموم کړې ده .
ناټو د شوروی د ژوندون پر مهال هیڅ جنګ هم نه دی کړی ، بلکی د خپل موجودیت لومړنۍ جګړه یې په ۱۹۹۹ کی په پخوانۍ یوګوسلاویا کی وکړه چی هغه په کوسوو کی د سربیانو پر ضد ۷۷ ورځني پوځی عملیات وو . ناټو په هغه جنګ کی اته دیرش زره الوتني وکړې او په زرګونو انسانان یې ووژل خو د ناټو حتی یو پوځی هم و نه وژل سو . دې کار ناټو ته نور جرأت هم ورکړ او رامخته سوه څو چی نوبت افغانستان ته ورسېد .
ناټو څنګه افغانستان ته راغله ؟!
پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته د ۲۰۰۱ د ډسمبر پر پنځمه په بُن کی یوه امریکایی ساخته غونډه جوړه سوه . دا غونډه په داسی حال کی روانه وه چی هلته افغانستان تر بم وریو او امریکایی اشغال لاندی و ، یعنی خپل استقلال یې بایللی و . د غونډی برخه والو د واشنګټن په هدایت او د ملګرو ملتونو په شماتت یو په اصطلاح « انتقالی حکومت » جوړ کړ . د بُن د ژمنپاڼی لومړنۍ ملپاڼی د امنیت شورا څخه وغوښته چی د کابل او ورپورو سیمو لپاره یو ساتونکیً پوځ راولیږی تر څو « انتقالی حکومت » خپلی دندي ښه ترا اجرا کړای سی . د امنیت شورا هم د ۲۰۰۱ د ډسمبر پر شلمه د خپل ۱۳۸۶ نمبر پریکړه لیک له مخی کابل او د هغه اطرافو ته د یو پوځ ورلیږل اعلان کړ چی نوم یې ایساف پر کښېښود ( یعنی د امنیت لپاره نړیوال مرستندویه ځواک ) چی مشري یې انګلستان کوله . دغه پریکړه لیک د افغانستان اشغال ته یو ظاهرأ قانونی او غولونکیً رنګ ورکړ . هغه کسان چی ادعا کوی چی امریکایی پوځ یا ناټو ګواکی د ملګرو ملتونو د فیصلې له مخی افغانستان ته راغلي دي ، په اغماض ، تجاهل یا بی خبرۍ سره همدغه پریکړه لیک پورته کښته کوی ، خو هغوی دا تریخ حقیقت پټوی چی هېواد د دغه پریکړه لیک څخه درې نیمی میاشتي مخکی لا یعنی د ۲۰۰۱ د اکتوبر پر اوومه اشغال او بلواک سوﺉ دی . آیا په هغه هکله د ملګرو ملتونو کوم پریکړه لیک څوک ښودلای سی ؟ د کاناډا د « اوټاوا » پوهنتون د اقتصاد نوموَر پروفیسور او یو نړیوال مشهور شخصیت « مایکل چسودوفسکی ) پر افغانستان د امریکا د غیرقانونی حملې او اشغال په هکله داسی لیکلي دي : « د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا لومړنی پریکړه لیک ( نمبر ۱۳۶۸ ) د ۲۰۰۱ د سپټمبر پر ۱۲مه د تروریسټی اعمالو په واسطه نړیوالی سولی او امنیت ته د ګواښ په باره کی و . دوهم پریکړه لیک ( نمبر ۱۳۷۳ ) د تروریسټانو د پیسو او مالی منابعو د ضبط او تصرف په باره کی و . . . په دواړو کی پر افغانستان د حملې مشروعیت نه دی ذکر سوی . په دواړو کی حتی هیڅ د افغانستان نوم هم نه دی ذکر سوی او په دواړو کی د امریکا په مشرۍ د حملې هیڅ ذکر نسته . بلکی د تروریزم پر خلاف د عمومی مبارزې خبره کوی . دلته د ملګرو ملتونو پر کوم ( غړی هېواد ) باندی د (پوځی یرغل ) خبره قطعأ نسته . نو ځکه پر افغانستان حمله د سپټمبر د یوولسمی د حملو د یوې پلمې په توګه سراسر غیر قانونی وه . د امریکا او ناټو دولتی او حکومتی مشران د ۲۰۰۱ څخه تر ننه د دې « غیر قانونی » او « جُرمی » ارتکاب شریکان دي . » آیا اوس هم پر افغانستان د امریکا او ناټو د یرغل او دلته یې د پوځیانو د رالېږلو په نامشروع والی کی کوم شک موجود دی ؟
په هر صورت ، امنیت شورا وروسته د ۲۰۰۲ د جون پر شلمه د ایساف قومانداني ترکیې او بیا د ۲۰۰۳ په فبروري کی جرمنی او هالینډ ته وسپارله . دغو دواړو هېوادونو چی د ناټو فعال غړي وو ، د ناټو څخه نظامی کومک او پوځونه وغوښتل . بس له همدې ځایه د « ایساف » رول ویلی سو او پر ځای یې ناټو راشنه سوه . ځکه نو تر هغه را وروسته ایساف صرف په نوم دی او اصلی عملیات د امریکا په مشرۍ ناټو مخته بیایی .
په دې ډول ناټو د ۲۰۰۳ د اګسټ پر یوولسمه رسمأ د ایساف مشري واخیسته او دا لومړی ځل دی چی ناټو د خپلو غړو هېوادونو د پولو څخه بهر کوم بل ځای خپل شتون او جنګ قایموی . د ۲۰۰۳ تر اکتوبر پوری د هغوی مأموریت یوازی په کابل او ورپورو سیمو پوری محدود و ، خو د دې لپاره چی خپل دا ارتکاب ته یې په اصطلاح قانونی بڼه ورکړې وی نو په امنیت شورا یې ۱۵۱۰ نمبر پریکړه لیک صادر کړ تر څو د ناټو د فعالیت او عملیاتو ساحه د کابل څخه پراخه او ټول افغانستان ته اوږده کړی . بس له هماغه مهاله تر ننه ټول افغانستان د هغوی په قبضه کی دی مګر کیزه او رهبری یې د واشنګټن په لاس کی ده او همدلته یې واده سره وکړ .
طالبانو هم د ناټو او امریکا پر ضد خپل جهاد نور هم توند او سخت کړ او سَوکه سَوکه یې د تلفاتو په غېږ وروستل څو چی فریادونه او کریږی یې راپورته سوې . همدغه تلفات او ضایعات دي چی د « افپاک » د پروژې طراح ( ریچرډ هولبروک ) مجبورأ په ۲۰۰۷ کی اعتراف وکړ چی « افغانستان د ناټو وروستیً امتحان دی . »
د ناټو هر غړی نن امریکا ته چیغی وهی چی د خدای لپاره نور پوځونه مه راڅخه غواړه ، موږ خپل پوځیان په دغه یا هغه نېټه راباسو ، شمال ته یې درکوو خو جنوب ته نه ځو . . . نو دغسی یو ناخوښه او جبری اییتلاف به څنګه د افغانستان په « نهایی امتحان » کی بریالی سی ؟
وګورﺉ ناټو اصلأ د جنګ لپاره تأسیس سوی دی ، خو دا چی د تیرو شلو کالو راهیسی یې دښمن مړ سوی دی ، نو ځکه اوس باید د امریکا په قومانده کوچنیو او سیمه ییزو جنګونو ته ولېږل سی . هو ، امریکا د ناټو سره د یوګوسلاویا په جنګ کی کوزده وکړه ، د افغانستان په جنګ کی یې واده ور سره وکړ ، خو اوس داسی ښکاری چی همدغه مزمن جنګ ښایی ژر یا وروسته خبره د هغوی طلاق ته ورسوی . ځکه ، طالبانو په تیرو اته نیم کالو کی د ناټو څه نا څه ۱۷۱۰ پوځیان وژلي دي او دا لړۍ په خپل شدت سره جریان لری حال دا چی ناټو چټی د یو فاسد رژیم د بقأ لپاره د خپلو پوځیانو وینی تویوی او خپلي خزانې تشوی . آیا افغانستان به باالاخره د ناټو ګورستان نسی ؟ ځواب دا چی انشاالله هو ! والسلام ، ( ن . صمد )