دپاكستان پخوانيو جنرالانو د قومي حكومت رامنځته كولو سره په پنځم فروري په ټول هېواد كښې د احتجاجى مظاهرو كولو اعلان وكړ د شخصي ټلويزون د راپور تر مخه پخوانيو جنرالانو غوښتنه كړيده چى جسټس رانا بګوان راس دي دانتخابى كميسون رئيس وټاكل شي او مشرف دي استعفا وركړي .
د يوې غونډې په ترڅ كښې د پاكستان دپوځ پخواني مشر مرزا اسلم بيګ وويل چى د هېواد د يوه مهم كس د لوري چى په اوروپا كښې اوسيدلو سره د پاكستان د پخوانيو پوځي افسرانو په ضد بيانونه د غندنې وړدي م هېواد دسختو حالاتو سره مخامخ دى قومي حكومت دي جوړ شي مجيد ملك وويل چى ولس مشر پرويز مشرف پوځ ته زيان رسولى دى جنرال ( ر ) حميد ګل وړانديز وكړ چي د پخوانيو جنرالانو يوه كميټۍ دي جوړه شي.