دناټو لخوا په يوه تازه خبرپاڼه کي ويل سوي چي پوځيانو يې تېره شپه د استخباراتي معلوماتو پر اساس د هلمند په نادعلي کي د وسله والو پر يوه مرکز بريد وکړ چي په ترڅ کي ۱۴ ګرنيټونه ، ۷ ګونۍ امونيوم ناتريټ او يو شمېر د سپکو او درنو سولو مرمۍ ترلاسه کړي دي ، دخبرپاڼي له قوله چي د عملياتو پر مهال ځيني شکمن کسان هم ناټو له ځانه سره د پوښتنو ګروېږنو د پاره بيولي دي .
همدا ډول ناټو ليکي چي نن د ورځي يې په مارجه کي هم له يوه پټنځای څخه د راکيټ مرمۍ ، ۱۴ ګرنېټونه او ۷ ګونۍ امونيوم ناتريټ ترلاسه کړي دي . که څه هم ناټَو په دې خبرپاڼه کي د خپلو سرتيرو يا طالبانو د مرګ ژوبلي خبره نده کړې خو په يوه تازه خبرپاڼه کي يې منلې ده چي نن يې د افغانستان په سهيل لويديځ کي يو سرتيری د جګړې پر مهال وژل سوی دی ، ددې سرتيري هویت يې نه دی ښکاره کړی .