د مسلم ليګ ( ن ) مشر او دپاكستان پخواني وزير اعظم نواز شريف وئيلي دي كه چرته راتلونكي انتخاباتو كښې درغلى وشو نو هېواد او جمهوريت به دواړه د زيان سره مخامخ شي د اورپائى هيوادونو اتلس تنه ډيپلوماتو د نواز شريف سره وكتل اسلام اّباد كښې د فرانسوي سفير په كور كښې كيدونكي ملاقات كښې نواز شريف غير ملكي سفيرانوته په پاكستان كښې د انتخاباتو امنيت او نوروچارو په هكله خبرتيا وركړه نواز شريف وويل چي په موجوده حالاتو كښې صفا انتخابات ناشوني دي خو مسلم ليګ د جمهوريت د ټينګښت په خاطر په انتخااتو كښې برخه اخلي په هېواد كښې ترهګرۍ د حكومتي تګلارو له امله وده كړيده د ترهګرۍ په شمول ټولې ستونزي د ډيموكراسۍ د لارې حل كيدلې شي.