کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / فريميسن دنوي الحاد او ليبراليزم مور

فريميسن دنوي الحاد او ليبراليزم مور

دعيسويانو دکاتو ليک مذهب يوه مشر پاپ ؛ديارلسم ليون؛دخپل يوه مشهوره؛متحده المال مکتوب ؛۱۸۸۴م په يوه برخه کې ليکلي دي!ږموږ په عصر کې ديوه داسي تنظيم او ډلې په مرسته او ملاتړ چې خورا پياوړې او پراخ تشکلات لري دتورو طاقتونو لمانځونکو قوتونو سره رايو ځاي سوي دي دغه تنظيم ته فري مېسن وائي-دغه ډلې اوس دې حد ته رسېدلې چې دخداي پر ضد په روانه کړې جګړه کې دخپلو بدنيتيو دپټولو داړتيااحساس هم نه لري.په دغه تنظيم دراټولو شوووګړو موخې اوهڅي ديوه ځانګړي مقصد او هدف لپاره دي او هغه داچې(دعسويت دټولو ټولنيزو اوديني شعبو په منسوخولو سره ديوه داسي نظام ورواجولو ته وده ورکړي چې دهغه بنسټ ددهريت (نيچريت)اصول او دهغوي خپل افکاروی).
د(پاپ ليون)دهغه څرګندونې دنولسمي پيړي په ورستۍ ربع کې بيخي پرځاي وې.که چيري دفرېمسن کړني او نشريات ترمطالعه لاندي ونيول سي نوهلته به موږ په دې پوه سو چې ددغه تنظيم موخه دټولني دديني او عقدوي ارزښتنو نو له مينځه وړل دي.څرنګه چې عسويانو اويهوديانو دخپلو لاسوهنو له لاري په اساسي يهود او عسوي عقايدو همدا راز په تورات اوانجيل کې په بي ساري ډول سره تحريف رامينځ ته کړ.
اودغه الهي کتابونه يې دخپلو شخصي ګټو او همداراز داسلام دمقدس دين په وړاندي تعصب له کبله پخپلو شخصي افکارو بدل کړ هغه و چې دهمدې غيرالهي او منحرفو ګروهو دتعقبولو له کبله دساينس او عسويت ترمينځ جګړه پيښه سوه.
ددې پرځاي چې ديوه الهي دين په توګه دعسويت دساينس
له ګټورو اړخونو سره مرسته کړيواې سم له لاسه يې دمخنوي لپاره مټي ربډ وهلې
هغه وو چې دعسويت او ټولو الهي اديانو مخالفينودهريانو
نيچريانو ساينس
په سپر ګرزولو سره د ادیانو پر ضدمبارزه تنده کړه چی په نتیجه کی یې د انبانو او سانهس تر منځ بدبینی او اختفافات را منځ ته کړل .که څه هم په لومړی سرکی تنها بېیویت د ساینس و مخالفت د ساینس و مخالفت تخ راووتې ولی ساینس پوهانو بې له دې چی پوره معلومات ولری او یا هم په دې اړه مطالعه تر سره کړې د عسویت تر څنګ یې د اسلام په شمول د ټولو ادیاتو پر ضدمبارزه پیل کړه. له بلې خوا د بیلابیلو ادبیانو پلویانو د ساینس په دغه غیر سیاسی مبارزه او خورچل کې د غیر ساینسی او ملحدو وګړو په لیدلو سره بې له کومه لازمه تفکیکه د ساینس پر ضد تبلیغات پیل کړل او ادامه به پسې ورکوی .تر کومه ځایه چی ا صل ساینس او د هغه د ګټورو اړخونو خبره ده، نو دا خوښکاره ده چې د اسلام له پیل نه راینولې بیا تر اوسه پوری په اسلامی ټولنه کې ساینس پوهان او علما د قدر وړ دریځ لری، البته که کوم چا د ملحدینو په تقمید د ساینس له نامه نه پو سو استفادې سره د اسلام او اسلامې ارزښتونو پر ضد د فعالیت په نتیجه کې خپل درنښت اه لاسه ورکړی وی او یا یی مخالفت شوی وی، دا نو د اسلام او مسلمانانو نیمګړتیا نه بلکه د دغه ساینس پوه نما ملحد ملامتی ده. یوه یوه ترکی فری میسن په یوه تبلیغاتی پاڼه پمفملټ کی لیکلی دی چه موږ څه ډول کولاې شو چه په پولنه کې د مثبتو او صحیح علومو په له مینځه وړلو سره دینی ارزښتونه منسوخ او ورک کاندو همغه لیکی چه زه پّه پای کېد اویل غواړم هغه د قیقه انسانی وظیفه چه د فرې میسن له لوری موږ ته راسپارل شوی دی. هغه دا ده چث موږ د ارتقا نظریه په داسی توګه وړاندی کوی چث د ساینس او استدلال سره سره او کار نه لری. موږ به د راتقامس تنها به دې هوډ نه وړاندی کوو چې خلګو ت داوښیو چی چڼی دارتقا همدغه یوازنی لو پّه زړه پوری طریقه ده. بلکه موږ به دا هځه کوو . چی خلګ په دې معتقد کاندو ، چی موږ عواموته ریښتینس ساینس(Positive Sciences)ښیو داریننټ رېنان (Ernest Ronan)لاندی وینا ډیره دغور وړ ده چث وایی که چیرته عوامو ته مثبت ساینس او استدلال ورزده کړل سی نو داد یانوچټی عقاید به(نعوذ باالله) بالاخره مو قوفه او له کاره وا چول شی. دلته د مثبت ساینس مغهوم ریښتونی ساینسی میتودونه نه دی بلکه هغه واده پرستانه همې ځلې دی کومی چی ملحدینو د ساینس ترپوښ لاندی د ساینس له مورچله تر سره کړې او دیرې وګړی یی وانحراف ته ورتیل وهلی دی په دې توګه نو
فری میسن دارتقا دملحدينو له لوري په
فری میسن د ارتقا د ملحدینو له لوري په بې ساري توګه تبلیغ او پراختیا ورکړل سوه. دا چي د ارتقا نظریه د چا له خوا او په کومه موخه وړاندي سوې د دې لپاره موږ باید د نولسمي پېړۍد ۱۸۵۹ کال ته ولاړ سو چیرته چي یوه نیچري(ملحد)انګریز چارلس رابرټ ډارون یو کتاب (د ریجن اف سفیس) (دانسانیت پیل) ولیکه،په دې کتاب کښي په بې دلیله توګه داسي ښودل سوی دی چي د انسانانو او
نورو ژوندیو حیواناتو د ژوند پیل د یو شمېر کېمیاوي عناصرو د یو ځای کېدلو او د یو شمېر جوي عواملو د رامینځ ته کېدلو په نتیجه کښي په اتفاقي توګه رامنځ ته سوی او دا چي انسانان او نور حیوانات کوم ځانګړی خالق او پیداکېدونکی نه لري او دا د مادې خپل کمال دی چي په کایناتو کي د ژوند تر څنګ بې شمېره نور فعالیتونه هم پر مخ بیایي . څرنګه چه په دغه کتاب کي د ماده پرستۍ او الحاد لپاره یو شمېرداسي مواد راټول سوي دي چي د کمزوري عقیدې او کمي پوهي لرونکو وګړو د متاثر کولو وړتیا لري،ماده پرستانو او فري میسنانو دغه نظر او کتاب ته ډېره پراختیا ورکړه همدا وجه ده کله چه موږ د خدای جل جلاله او ادیانو پر ضد راټوکېدلي فلسفې مطالعه کوو موږ ته د دې لاري په پلویانو کي ډېری داسي وګړي په نظر راځي کوم چه د فری میسن له فعالینو سره ښکاره تړاو لري. د دین او خدای پر ضد فلسفې کومي شخصي ګروهي نه دي بلکه دا د هغه نړیوال جنګ یوه برخه ده چي د ملحدینو او ماده پرستو له لوري د ادیانو پر ضد را پیل سوې ده د دغو دین ضد ډلو او فلسفو مرکز او محور همدا فریمیسن وو،په دې لړ کي هغه فلاسفه چي په دې کار کي تر ټولو وړاندي وو هغه د فرانس د انقلاب مفکرین او مخکښان وو دغو فلاسفه وو نه یوازي دا چي عیسوي علما یې تر سخت انتقاد لاندي ونیول بلکه د مطلق دین پر ضد یې له تشدده ډکه رویه اختیار کړې وه
په دغو فلاسفه وو کي (ډیکارټ) د یادولو وړ دی چا چي د دین په مقابل کي نیچري نظام (دی سیسټم آف نېچر)ولیکه
دا هغه کتاب دی چه په غرب کي ورته (بایبل آف میټرالیزم) یعني د ماده پرستۍ انجیل ویل کېږي،دغه دوهم تر ټولو د پام وړ تن (وولټر) دی چه په ماده پرستۍ او الحاد کي خورا زیات شهرت لري
د دوی تر څنګ مانتوسکو او جی جی روسو د یادولو وړ دي ،روسو د مشهور کتاب(ټولنیز تړون)مولف او د یوه نوي دین بنسټ ایښودونکی ګڼل کېږي د ترکیې د فرمیسنانو یوه جریده(سایمون مایمار) د دغو کسانو په اړه لیکي:-
چي یوه د فرمیسن افکارو لرونکي د فرانس د انقلاب پلان تیار کړ همداراز د بشري حقوقو اعلامیه چیرته چي د ازادۍ،برابرۍ او ورورولۍ اصول تر ټولو په زړه پوري مقام لري هغه زموږ د هغو کارپوهانو په لارښوونه او هڅونه ولیکل سو د کومو له جملې نه چي مانتوسکو،وولټر،روسو او ډیکارټ د یادولو وړ دي ، دغه راز د ترکانو فرمیسنانو یوه بله جریده (میسون میګزین) لیکي چه:ـ
په فرانسه کي چي د فیوډال نظام په ړنګولو کي کوم چا پراخه ونډه ولرله په هغوی کي مانتوسکو،وولټر،جی جی روسو همداراز ماده پرست ډیکارټ او قاموس لیکونکی تر ټولو وړاندي وو حال دا چي دوی ټول د فریمیسن د ډلي غړي وو.
د فرانسې د انقلاب نه وروسته کلونو کي چه د ماده پرستۍ او ورسره جوخت د دین ضد فعالیتونو څپه څومره په چټکۍ سره خپره سوه په نولسمه پېړۍ کښي هغه خپل عروج ته ورسېده،په دغه ټوله موده کښي د فریمیسن د ډلو فعالیت تر بل هر چا څرګند او جدي بلل سوی دی، د دې تر څنګ په دغو فریمیسنانو کي تر بل هر چا زیات یهود فعال وو،یهودو له فریمیسنانو سره دا هوډ کړی وو چه رباني ادیان لکه عیسویت او اسلام به په جدي توګه کمزوری کوي او د دې کار لپاره به یو لړ فلسفیانه افکار پر کار اچوي تر څو د عامو وګړو په مشوس کولو سره و خپل هدف ته ورسېږي.
په دې لړ کي د جنوبي المان په (بوویریا) سیمه کښي یو څو کسانو د یوې نوي ډلي بنسټ کېښود دا پېښه په ۱۷۷۶ میلادي کال کښي د حقوقو د پوهاند (ویشویفت) په مشرۍ د روښان فکرانو په نوم رامنځته سوه دغي ډلي په لومړي سر کښي خپل فعالیت پټ وساته خو د ډېرو وګړو دغي ډلي ته ورننوتل د خپل ځان لپاره لوړ معیار ګاڼه ځکه د پردې شا ته یې لوړه سیاسي ایجنډا وه د دې ډلي لایحه او مرام نامه په خپله د (ادم ویشویفت) له خوا ترتیب او ولیکل سوه هغوی په خپل پروګرام او تګلاره کي دوه مهم ټکي وړاندي کړل
لومړی:ـ د شاهي رژیمونو له منځه وړل او پر ځای یې د یوه نظام له مخي د حکومتونو جوړول دي
دوهم:ـ د ټولو الهی ادیانو د تنسیخ او بې اعتباره کولو هڅي پر مخ بېول دي
د دین په هکله د دغو روښان فکرانو رویه خورا تنده او معاندانه وه،مشهور انګریز مورخ(مایکل هاورډ) لیکي چي د دین په باره کي د دغي ډلي مفکوره زښته معاندانه وه او د ټولني بنسټ ښوونکی (ویشویفت) له هر راز دین سره د زړه له کومي دښمني لرله ،
له آره دغه ټولنه د فریمیسنانو یوه پرمختللې څېره وه ، ویشویفت یو لوړ رتبه فریمیسن مشر وو چا چي د فریمیسن ډله یې د فریمیسن کورونو تر کچي پراخه کړه.
په ۱۷۸۰ میلادي کال د المان د فریمیسن کورونو په لوړ رتبه کسانو کي د (براون ون کنګ جی)
د ګډون له کبله د روښنفکرۍ په غورځنګ کي حیرانوونکی زیاتوالی راغی چه د هغه له امله د ټولني وړتیا خورا زیاته سوه په المان کي چي په هغه وخت کي تش په نامه سوسالیس هیواد وو هلته د یوه انقلاب د راوستلو لپاره (ویشویفت او براون کنګ جی) مقدماتي کارونه پیل کړي وو،کله چي د المان حکومت د هغوی په انقلابي موخو وغوږېده نو دوی هم له ډاره خپله ټولنه منحل اعلان کړه او خپل فعالیتونه یې تر فریمیسني کورونو پوري محدود وګرځول.
د نولسمي پېړۍ په پیل(۱۸۰۰ میلادي) کښي په المان کي یوه نوې ټولنه په دې هوډ رامنځ ته سوه چي ویل یې د روښنفکرۍ اهدافو ته به وده ورکوي دغه ټولنه د دیانت لرونکي ټولني(سوسایټي ټو د هانسټ ون) په نوم ونومول سوه
وروسته یې هغه نوم هم بدل کړ او د کمونستانو ټولني (سوسایټي آف کمونیزم) نوم یې خپلي ټولني ته غوره کړ
دغه د روښن فکرانو مترقي شکل د خپلو دوو تنو مشرانو په مټ د یوه سیاسي پروګرام په تشکیلولو پیل وکړ، دغه سیاسي پروګرام د اهدافو او کړنلارو د تیارولو او لیکلو لپاره سرسخت کمونست فعالین (کارلمارکس او فریډریک انګلیس) وټاکل سول.د کمونستانو د ټولني له غوښتني سره سم دغو دوو تنو د کمونستي نظام منشور(لایحه) ولیکل، د دې منشور او لایحې یوه فقره تر اوسه مشهوره او د روښانفکرانو د ګروهي په توګه پېژندل سوې ده هغه دا چي ( دین د وګړو لپاره د افیمو حیثیت لري)،په دې منشور کي پردغه خبره هم بحث سوی وو چي له ټولنی نه د دیني معتقداتو له منځه وړل د دې لپاره اړین او ضروري دي تر څو په دې ډول له ټولني نه طبقاتي توپیرونه له مینځه یوړل سي هغوی په دې معتقد وو چي غیر طبقاتي ټولنه د بشریت د سوکالۍ لپاره یوازینۍ لاره ده، دا خبره د یادوني وړ ده چي کارل مارکس او انګلیس دواړه یهودی النسل وو.په دې غورځنګ کي یهودیان او فریمیسنان تر ډېرو کلونو برلاسي او واکمن وو هغه څېرې چي د فریمیسن له غورځنګ او تړاو سره سره یې د کمونیزم د پرمخ بیولو په لاره کي د پام وړ هلي ځلي تر سره کړې د هغوی له جملې نه (فری نانډ لاسل)ډېر مشهور وو نوموړي د یوه کمونیستي مطلق العنانه واکمنۍ له مفکورې نه دفاع کوله دغه راز (ویکټر ایډلر) چي د انګلیس له نژدې دوستانو نه وو او د کمونیزم له وتلو مدافعینو نه ګڼل کېده او د هغه زوی (فریډریک) ایډلر چي وروسته یې د اسټریا د کمونست ګوند مشري په غاړه لرله او (موسس هیز) چي د یوې زاړه پالي یهودي کوړنۍ غړی وو یو سرسخت کمونست او د (مارکس) له نژدې دوستانو نه ګڼل کېږي هغه د کمونستي مفکورې تر څنګ د صهیونسي افکارو لرونکی او پلوي هم بلل کېږي هغه د خپل کتاب (روم او یروشلم) د لیکلو له لاري د صهیونیزم و مفکورې ته پراختیا ورکړه
هغه هڅه کوله چي په فلسطین کي یو صهیوني دولت رامنځ ته کړي ولي د دې تر څنګ هغه د ملحدینو د مشر (ډاروین) د افکارو بې سارې پلوي کوله، دغه راز له دغي ډلي نه (جارجي لوکاس) هم ډېر شهرت لري هغه هم د یوې بډایي یهودي کورنۍ غړی وو هغه د کمونیزم په ملاتړ ډېری کتابونه لیکلي وو کوم چه په ځوان نسل کي د کمونستي افکارو په ترویجولو کي خورا اغېزمن رول ولوباوه،
نوموړی په هنګري کي د کمونستي انقلاب په راوستلو کي مخکښ رول ولوباوه. د دغي لړۍ یو مشهور دیکتاتور
(ویلاد میر ایلیح لینن) داسي یوه مشهوره او پېژندل سوې څېره ده چي د خپل وحشي طرز حکومت له کبله
په نړۍ کي خورا زیات شهرت لري، نوموړی هم یهودی النسل وو او په روسیه کي د کمونستي یابالشویکي غورځنګ او د اکتوبر د خوني انقلاب مشر وو. دغه راز(هر برټ مارکوس) یو مشهور یهودي او د مارکسیزم د فلسفې د نوي تشریح بنسټ ایښودونکی دی نوموړی په نړۍ کي د ځوانو چپیانو د پاروني مخکښ مشر او د خونړي طرز تفکر ملاتړی دی. دغه راز دغو ملحدینو د فلسفې له لاري هڅه کړې تر څو د دیني ارزښتونو په ورکولو سره د یوې داسي ټولني د رامنځ ته کولو لپاره کار وکړي چي پر بې دینه او ملحدانه بنسټونو متکي وي،وګړي د الهي دین له عقیدوي او ټولنیزو محدودیتونو نه ازاد او د خپلي خوښي د جوړو سوو قوانینو تر سیوري لاندي ژوندانه ته ادامه ورکړي . په دې فلسفیانو کي د هیوم،بل بیچ،شیلینګ،جان سټیورټ میل،اګست ګمټ،مرقس دساد او د عمرانیاتو په پوهانو کي ایمیل درکیم،پریدنایټ تونیز،هربرټ سپینسر،سګمنډفرایډ،هنري برګسان،او ایرک فارم نومونه د یادوني وړ دي
د دغو فلسفیانو د افکارو په مطالعه کولو سره ډېری شمېر وګړي د الحاد او بې دینۍ و کندو ته پرزېدلي دي . د ډاروین د ارتقا نظریه چه موخه یې په ټولنه کي د لوی خدای د شتون خالقیت همداراز د ده د حاکمیت په اړه شکونو نه راپارول دي د هغه کتاب د فری میسنانو، روڼ آندو،او کمونستانو لپاره خورا د ډاډ وړ او د یو ښه کتاب په توګه پېژندل کېږي. نژدې یوه نیمه پېړۍ د یوه مستند او علمي کتاب په توګه نه یوازي د یو شمېر ساینسي حلقو له لوري د تایید وړ دي بلکه د نړۍ سترو سترو هیوادونو د خپل سیاسي تفکر پر بنسټ د هغه د خپرولو په درسي نصابونو کي د یوه مهم مضمون په توګه د هغه د شاملولو او د سترو سترو سیمنارونو او غونډو له لاري د هغه د تشریح له لاري د هغه د ریښتینوالي د کره کولو هڅي کړي تر څو په ټولنه کي د الهی کتاب ځای ونیسي .
کارل مارکس د خپل کمونیزم د ترویج لپاره نوموړی کتاب تر هر څه مهم ګاڼه له همدې کبله یې خپل مشهور کتاب (کاپټل) د ډاروین و نامه ته ډالۍ کړی دی
د فریمیسن او دهغه نه د را زېږېدلو ټولو غورځنګونو لکه د روڼ آندۍ،کمونیزم،اباحیت او نور چي کله د مساوات ،کله د آزادۍ ،کله د بشري حقوقو او کله بیا د ډیموکراسۍ په نوم په پرګنو کي د خپلو الحادي افکارو د خپرولو هڅي کوي د الحاد او ماده پرستۍ دغه فعالین په دې هم ښه پوهېږي چي د ډاروین د ارتقا نظریه په علمي لحاظ نه سي ثابتیدلای یو مشهور لویدیځوال پوه(سر رابرټ کیټ)
په ۱۹۵۳ میلادي کي ویلي وو
Evaluation is unproved and approvable we believeit only because the only alternative is special creation and that is unthinkable,,islamic thought,,dec1961
ژباړه:- ارتقا یوه غیر ثابته مفکوره ده او دا ثابتېدلای هم نه سي موږ پر دې باندي تنها د دې لپاره عقیده لرو چه د دې بدیل د تخلیق (د لوی خدای د خالق په صفت د منلو عقیده ده او هغه په مادي نړۍ کښي د فهم وړ نه وه د دغه راز ملحدینو د موخو او اهدافو په اړه یو مشهور امریکایي فزیک پوه (جارج هربرټ بلنټ) لیکي چه د خدای پرستۍ معقولیت او د خدای د نه منلو سر تمبګي په عملي توګه د یو چا لپاره د خدای پرستۍ د غوره کولو لامل نه ګرځي د وګړو په زړونو کښي یوه شبهه او شک پټ دی هغه دا چي د خدای په منلو سره به خودسره ازادي له مینځه ولاړه سي هغه وګړي چه د روڼ آندۍ او ازارۍ پلویان()دي
او هغه د زړه له کومي ورتېره وي د خود سره آزادۍ د هر ډول محدودیت تصور لا هم د هغوی لپاره ډاروونکی دی)
دغه راز وګړي د دین نه د تیښتي په موخه د نویو نویو نومونو لکه لیبرالیزم،روښانفکري آزادي ډیموکراسۍ د بشر حقوق نړیوال قوانین او داسي نورو په پلمه د فعالیت میدان ته راوزي
هوکې په لومړي سرکي لویدیځوالو فلسفیانو دغه نومونه په اګاهانه او شعوري ډول د ادیانو د مقابلې لپاره ځان ته غوره کړل ولي په راوروسته کي د دغو الحادي مفکورو پلویانو په اسلامي نړۍ کي هم را پیدا سول چي دا دی اوس یې خورا زښت فعالیت تر سترګو کېږي په اسلامي نړۍ کي د دغو نومونو تر چتر لاندي فعالین یا خو اګاهانه ملحدین دي او یا هم په غیر شعوري ډول د دغه نوي الحاد په لیکو کي د یو شمېر سیاسي او مادي ګټو تر لاسه کولو لپاره ورګډ سوي دي زموږ په هیواد کي لومړنی کس چي د فریمیسن په غورځنګ کي په ښکاره توګه ورګډ سوی هغه امیر حبیب الله خان دی چي د هند د سفر په وخت کي د برتانوي لارډکیچینر او هنري مکماهون په بلنه او هڅونه د فریمیسن د خاصومراسمو له اجرا کولو نه وروسته ېې د دغه غورځنګ غړیتوب ترلاسه کړ. په اوسني وخت کي د صلیبانو او صهیونستانو د ګډ نړیوال ایتلاف ټول ملاتړي د همدغو بیلابیلو الحادي ډلو غړي،فعالین او مرستندویان پېژندل سوي اشخاص دي دي دا په داسي حال کي چي د یهودیت او عیسویت برعکس د اسلام مقدس دین دژوندانه په ټولو برخو کي واضح او ښکاره لارښووني لري او له اسلامه پرته بله هره مفکوره مردوده او د نه منلو وړ ګڼي .