کور / تازه خبرونه / یوه رادار لرونکې امریکایی طیاره ولوېده

یوه رادار لرونکې امریکایی طیاره ولوېده

فرانس پریس آژانس په خپل تازه خبر کی وایی چی نن د امریکایی سمندری ځواک یوه رادار لرونکې خورا مجهزه الوتکه هغه مهال په عربی سمندرګي کی ولوېده چی د افغانستان لپاره یې عملیات وکړل او بیرته خپلی طیاره وړونکی ( یو . ایس . ایس . آیزنهاور) نومی بیړۍ ته روانه وه چی د تخنیکی عارضې له کبله په اوبو کی ولوېده . خبر وایی چی په طیاره کی څلور عمله سپاره وو ، چی درې یې پیدا سوي خو څلورم یې لا تر اوسه ورک دی . خبر دا نه دي ویلی چی میندل سوي عمله ژوندي دي او که مړه ، او دا یی هم نه دي ویلی چی دغی طیارې پر افغانستان کوم ډول عملیات اجرأ کړي وو .