کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د روسېی او پښتنو فكټور

د روسېی او پښتنو فكټور

د نېكيتا  مېند كووېچ   لېكـنه
د بازمحمد ساپې ژباړه مسكو

د بهرنی هېوادونو په نظر د معاصر افغانستان په سياسی او اجتماعی حالاتو( ملی فكټورونه) ځانګړې رول لری ، نن سبا د افغانستان په سېاسې لوبه كې سېاسی،  سېمه يزې ډلی دومره ډېرې دې چې سړې نه شې كولاې د معاصر افغانستان سېاسی ډلی او ګروپونه سم ارزېابی اود انداز ټاكنه ېې و كړی 
د شنونكو دا ارزېابې سمه ده چې واېی هغه سېاست چې د روسېی واكمنان ېی د ختیځی اسېا اوافغانستان په باره كې لری ، د پښتنو په مشرانو اوسېاسي ګروپونوبه باور وكړی اوكه نه.

پښتانه هغه قوم دې چې د معاصر افغانستان په تاريخ كې تل جوړونكې رول لرلې دې ، او داهم پټه نه ده چې د افغانستان په تارېخ كې اكثره واكمنان پښتانه تېر شوې دې ، شاهي كورنۍ هم پښتون قوم ته منصوبه وه او په اخرو كلو كې د حفیظ الله امېن نه نيولې تر ننې جمهوررېس حامد كرزي پورې ټول پښتانه و، د زياتو تحليل ګرانو په نظرنن د معاصر افغانستان په اسلامي جمهوريت كې پښتانه اقليت دی په داسې حال كې چې په افغانستان كې اكثرېت( ۴۰ فيصده ) پښتانه دی خوپه سېاسی ډګر كې د نورو اقلېتونو په پرتله په دولت كې كمه ونډه لرې.
د روسېی دولت  دپښتنو د سېاسي ګروپونو او اجتماعي ټولونو، په ځانګړي توګه د راديكالو( سخت درېزه) پښتنوپه باره كې كوم ټاكلې سېاست نه لری، د هغه وخت نه چې مسكو د تاجكانو او اوزباكانو سره تارېخې عننوې دوستې پېل كړې د پښتنود مشرانو او سېاسي ډلو سره ېې مناسبات شړېدلې دې ، همدا اوس چې د روسېی واكمنان د پښتنو د مذهبي مشرانو او سېاسې ګوندونو سره ددوستې هلې ځلې پېل كړی ، امرېكا او دمنطقې هېوادونه چې د افغانستان په سېاسی لوبه كې ورګډ دې، وارخطاء دې اود پښتنو د مشرانو اوسېاسي ګروپونو سره د ډيالوګ او دوستې مخالف دې او په مخكې كمرې(ګړنګونه) رارغړوی.

ددې ډيالوګ لمړنی نښې نښانې په میډيا(ډله ایزورسنیو) كې را پېدا شوې مخكې له دې چې د نښو نښانو نتېجه ګېری وشی لمړې باېد د رادېكالو (سخت درېځ)، پښتنو، او طالبانو  سره د دوستې  لارې چارې وموندل شی،
دا ډېره مهمه ده په ګوته شی چی طالبان په افغانستان كې ېواځنی قوت نه دی بلكی په طآلبانو كې نور سياسي وتلی شخصيتونه چې هم د دولت سره په اپوزېسون كې  دی او هم په دولت كی واكمن دی ،د همدې امكاناتو په اساس د روسېی واكمنان غواړی د پښتنو مشرانو اوطالبانود ګروپونو سره اړېكی ټېنګی كړی ، زمونږ په نظر دا كار هم مهم او هم د پاملرنی وړ دې،سره له دې بېا هم اكثرآ شنونكې په ډېر احتياط ددی اطلاعاتوسره برخورد كوی ، هغه اوازې چې وائې روسېی دولت په مركزی اسيا كې دمسلمانانو د جنګيالېو سره ملاتړی دی ځما په نظر سمه نه ده .

كله چی د پاكستان په مشرتابه كی سياسي بدلون راغی داسې اټكل كېده چی د   طالبانو مقاومت به كمزورې شی، خو داسی ونه شوه بلكی د پاكستان او افغانستان په سرحدی پولو كې وسلوالې نښتی زياتی شوې ، او څارونكو د طآلبانو د وسلوالو ډلو د مادی مرستو نوی منابع په ګوته كړی ، داسې څرګندونی دا چی واقيعت نه لری، بلكی بې ځاېه او شرماوره دی ، د روسېی د تلوېزېون په ېوه كانال  كې ېوژورنالېست ېو څو ورځې د مخه په جدې او ښكاره دا موضوع مطرح كړه چې طالبان د شمالې كورېا سره د كېماوې وسلو د پروګرام په هكله خبرې كړې دی.
 زه  د روسانو او ېا د شمالې كورېا د طالبانو په پوتنسیال كې ېو فلكلورې اړخ وېنم ، هغه داسې كوشش دې چې په ساده توګه د منلو وړ نه دې.
ځما په نظر په افغانستان كې د طالبانو د وسلوال مقاومت غښتلی كېدل په دی پورې نه دې تړلی چې بهرنی هېوادونه ېی سپونسران دی ( بلكې په عننوې توګه دسېاسی انډېوالانو) په وجود كې تر سره كېږی .
اوستونزه هم په بل ځای كی ده او هغه دا ده چې بهرنی وسلوال ځواكونه چې خپله ستراتېژې پلې كوې ډېره پڅه د ه (( سوال – جواب ))، په پراخ لاس كلی او بانډی بمباروی او بی ګناه انسانان وژنې چی د افغانانو دكېنی او بغض سبب كېږی او په مقابل كی جواب وركوی. 
څو وخته وړاندی روسېی ، قرغزستان او امرېكا د مناس د نظامی هډی په باره كی سره تفاهم ته ورسېدل او دائې ومنله چې د ناتو وسلوالو ځواكونوته به ددې نظامی هډی نه اكمالات ترسره كوی ، او هغه اختلافات چې ددوې په مینځ كې و اوس نه شته،كه چېرې امرېكا او روسېی دولت هر ېو په ځانګړې توګه هغه كوټلې معلومات چې هرېو د خپل ځان په ګټه د افغانستان د اېكسترېمستو(افراطی ګرایانو) ډلو نه لاس ته راوړی پاېلی  بدی دی.

باېد ووېل شې چې مسكو نن ددې ضرورت نه وېنی چی په افغانستان كی د جنګ له لاری مخالف وسلوال قوت راڅملی ، د جنګ په تودېدو سره سېاسی او ټولنیز بحران رامنځ ته كېږی او دولتی انسېتوت چی په اخرو څو كلونو كې په پښو درېدلی دې زیا نمن كېږی، او هم د منځنی اسېا په هېوادونو كې چی د روسېی دولت سره ګاونډی دی امنېت ېې خرابوی اوپرابلومونه را پېدا كوې، د افغانستان په دولت كې د مخالفېنود ورګډېدلو سره د روسانو دلچسپی په هغه وخت كې كېدای شې چې  په منطقه كې حالات سمېږی او د نړېوال ترورېزم د منځه وړلو ( د قفقازپه ګډون  ) مرسته وكړی.
 د مسكو رسمې درېځ همدا دې ، او د طالبانو سره د غېری دولتې خلكود اړېكو په هكله د چا مخ نېوی نه شو كولای ، اګر چې كوټلې اسناد شته چې د تورو طالبانو او په روسېه كې د رادېكال مسلمانانو ګروپونوترمنځ اړېكی اوهمكاری شته او هم نور  زېات فاكتونه شتون لری چې په روسېه كې ( پټ ) سېاست كونكی د طالبانود سېاست پلوېان دی ، د روسانو په سېاسی كړېو كی د طالب او طالیبېزم په هكله ډېر كم خلك  معلومات لرې چې په افغانستان كې كوم رول لوبوی.
د كورني جګړی د مخه طالبان خلكو د ېو ځوان سېاسی تحرك په صفت چې شعار ېی ملی پخلاېنه او په هېواد كې د نظم راوستل وه پېژندل، او همدا سبب و چې په پښتنو كې ېی محبوبېت پېدا كړ، او برېالېتوب ېې به نصېب شو، كله چې طالبان قدرت تر لاسه كړ، د روسېی دولت سره وېره پېدا شوه ،چی اوس هم په تشوېش كې دی ، دا هم باېد ووېل شی چی د روسانو ځېنی سېاست كونكی هېڅ كله د طالبانو ،القاعدی او د چېچن د ترورېستانو د تېرې پېړې ۹۰ كلونو او د ۲۱ پېړی د پېل سېاسی اړېكی له ېاده نه شی  اېستلای ،ځكه د هغوې انډېوالې د نن ورځی طالبانو سره پاتی ده، باېد په احتېاط ورسره چلند وشی 
 
كه د روسانود سېاست تل راوسپړو پوهېداې شو چې د پښتنو مشرانو او سېاست كونكو سره كلكی اړېكی نه لری، او باور پری هم نه كوی.
د عنعناتو سره سم ډېر وخت روسانو خپلی اړېكې د تاجكو او اوزبكو سره ساتلې دی دا اړېكی تارېخی ریښی او جرړی لری چې د شلمې پېړې د ۷۰-۸۰ موكلونو كې رامینځ ته شوی دې چې په هغه وخت كې د پښتنو سېاستوالو د روسانو خواستو ته جواب نه وركاوه
د روسانو او پښتنو د مناسباتو خړ پړوالې هغه وخت زور واخست كله چې  ۱۹۷۹ كال كې دېكتاتور حفیظ الله امېن د واك نه لری كړاې شو، حفیظ الله امېن چې په خټه ( پښتون) و،خو مناسبات ېې د روسانو سره د نا سم سیاست په نتېجه كې را پېدا شول ،اول ېې نورمحمد تركې وواژه او بېا ېې غوښتل چې په خپل سر د امرېكا سره لاره ېوه كړی.
د افغانستان د اشغال په وخت كې روسانو په افغانستان كې ( تاجك او اوزبك) د خپلوموخو په ګټه استعمال كړل، په دې هكله ېې دستور وركړی ؤ، چې د كلواو د  بانډو دخلكو سره اړېكی ټینګی كړی، اګر چی د روسانو دې سېاست كومه نتېجه ور نه كړه او ګډ وډ شو ، د شوروې اتحاد د وسلوالو ځواكونو دې سېاست په افغانستان كې د قومونو په منځ كې اختلافات رامنځ ته كړل ، چې اوس هم دغربېانو زېا ت تحلیل كونكی د طالبانو حركت د پښتنو اكثرېت بولی .كله چې طالبان د كورنی جګړی په جرېان كې را پېدا شول ، روسېی او د منځنې اسېا هېوادونو په شمالی ټلوالی تكېه وكړه، چې بېا هم  اقلېت عمده رول لوباوه ، د مسكو او شمالی ټلوالی دوستې ېو مجبورېت و، ځكه پښتانه او طالبان د پاكستان او عربې هېوادونو په لاس كی و، او د شوروې اتحاد له پاره چې په حالاتوباید حاكم اوسې ېو لاره وه، او هغه د شمالې ټلوالې سره دوستې وه چې دهغوې په وجود كې خپل هدف تر سره كړی.
په حقېقت كی دا عمل چې وزن ېې نه لاره ،سېاسی ا و تاكتېكی مجبورېت وچی په ۷۰- ۹۰ كلونو كې مسكود تاجکو او اوزبكوسره لاس ېو كړ.
اوس په افغانستان كی سېاسی كلتور او سېاسی عنعناتو ماهېت تغېر خوړلې،  ډېر سېاسي ګوندونه د قومی چوكاټ نه ځان را باسی، او د ټولو قومونو ملاتړ د لاس ته راوړلو هلې ځلې كوی  .
دا په دی مانا چی په بهرنی سېاست كی  د افغانستان نړېوال ملګری ورځ په ورځ راكمېږی ، ددې امكان شته چې د افغانستان ستراتېژی په ېو محدود قومی چوكاټ كې پاتې شې، په دې خاطر د افغانستان د سېاسې حل لارې د راپېداكېدو په هكله  امرېكا،  روسېه او اوروپاېی اتحادېه اړه ده چې د ټولو قومونو سره اړېكې ټېنګې كړي .   
په داسې شراېطو كې مسكو مجبور دی هغه لاری چارې ولټوی چې په نړېواله كچه او هم په افغانې ټولنه كی نوې سېاسی انډېوالان چې د دوی سره ېی نظر او لاره ېوه وی راپېدا كړی، او كه بربنډه ېی وواېود ( روسېی ـ پښتنو ) (هغه پښتانه چې د روسانو د سېاست پلوېان دی) 
كه په رېښتېا د روسېی دولت د ا نوی سېاست په افغانستان كی په مخكی وړی د دی معنی نه  لری چی د تارېخی دوستانو (شمالی تلوالی سره ) سېاسی مناسبات شكوی څرنګه چی تجربه ښاېی، په اوس وخت كی د روسېی دولت سېاسی اله(وسیله) د افغانستان او واشنګتن سره د اړېكو لرل دی ، روښانه ده چې په منطقه كی د روسانو دریځ د افغانستان د سېاسی ګوندونو او ټولنیزو سازمانونوسره تر ننه ډېر كمزوری دی او په وړاندی ېی فعال كارهم نه كېږی.

==============================
لراوبر:د پښتو يې ګانو د استعمال لنډ لارښود
http://larawbar.com/detail.php?id=1000
==============================