امنيتي ځواكونو او پوليټيكل انتظامې هغه وسله بيرته تر لاسه كړه چى كومه څو ورځې وړاندې د وسلوالو لخوا لوټ شوې وه د راپورونو ترمخه امنيتي ځواكونو اوپوليټيكل انتظامې د دره اّدمخيل په سيمه طوڅپړ كښې د وسلوالو دپناه ځاى څخه په لوړه كچه وسله تر لاسه كړه چى په هغه كښې د وسلوالو لخوا څو ورځې وړاندې تښتول شوې درې ټركونو وسله هم شامله ده امنيتي ځواكونه د وسلوالو په نورو ځايونو هم د چهاپو لګولوڅارته دوام وركړيدي بلخواته د اسلامن اّباد ماركيټ څخه په لوړه كچه وسله تر لاسه شويده. د يادوني وړ ده يوه اوونۍ مخکي دادم خيلو په سيمه کي وسله والو طالبانو د پاکستاني پوځ څلور له وسلو ډکي لارۍ نيولي وې چي پوځ يې دنيولو لپاره پراخ عمليات پيل کړل .