کور / تازه خبرونه / هرات: طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

هرات: طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د هرات ولايتي مقامات وايي د طالبانو سره د دولتي ځواکونو په يوه نښته کي د هغوى دوه جنګيالي وژل سوي او پنځه نور ټپيان سوي دي.
د هرات د امنيه قومندانۍ مرستيال دلاورخان دلاور وايي دغه نښته د هرات په کشک کهنه ولسوالي کي رامنځته سوې ده.
د نوموړي په وينا په يوه بله پېښه کي يې د ربات سنګي په ولسوالي کي دوه طالبان ژوندي نيولي دي، خو د طالبانو وياند د خپلو افرادو مړېنه ردوي او وايي پنځه افغان پوليس يې نيولي دي.