کور / تازه خبرونه / ناټو په هلمند او خوست کي کسان نيولي دي

ناټو په هلمند او خوست کي کسان نيولي دي

د ناټو لخوا لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي ددوی پوځيانو تېره شپه د هلمند په ناوه باکرزی ولسوالي کي د مارجې د وسله والو يو مرکز تر هغه وروسته تر بريد او عملياتو لاندي ونيوی چي دوی ته يې په اړه پټ مالومات رسېدلي وه ، په خبرپاڼه کي راغلي چي له طالبانو له دې مرکز څخه څو تنه د پوښتنو ګروېږنو لپاره له ځانه سره بېول سوي دي .
همدا خبرپاڼه وړاندي ليکی چي تېره شپه يې د خوست د صبريو ولسوالۍ په يوه کلي کي هم د استخباراتي مالوماتو پر اساس عمليات کړي چي هلته يې هم شکمن کسان له ځانونوسره خپلو مرکزونو ته بېولي او پوښتني ترې رواني دي .
دغه ډول ناټو تېره شپه د هلمند په نادعلي کي هم عمليات کړي چي جزيات يې تراوسه نه دي خپاره سوي ، ناټو دغه ټوله عملیات په خپله خبرپاڼه کي منلي دي خو طالبانو يې تر اوسه په اړه څه نه دي ويلي .