د امريکا د وسله والو پوځونو قومندان مايک مولن افغانستان ته د سفر په ترڅ کي کندهار رسېدلئ دئ.
مايک مولن د قومي مشرانو يوې غونډي ته وويل کندهار د افغانستان د کنټرول کيلي ده، او که نړۍ غواړي چي په افغانستان کي ثبات راولي بايد په کندهار کي يوه شفافه اداره رامنځته کړي.
مايک مولن له ولسمشر کرزي څخه غوښتي چي د کندهار په اداره کي د خپل ورور احمدولي کرزي د بېځايه لاس وهلو مخنيوى وکړي او په کندهار کي له فساده پاکه اداره رامنځته کړي.
بلي خوا ته امريکايي رسنيو پرون د يوه لوړ پوړي امريکايي چارواکي په حواله ويلي، چي احمدولي کرزى په غير مستقيم ډول له طالبانو سره مرسته کوي، که دوى داسي شواهد ومومي چي نوموړى له طالبانو سره لاس لري، يا به يې ونيسي او يا بې ووژني.
يوه بل امريکايي افسر ويلي امريکا اوس د احمدولي کرزي د ليري کېدو پلان نه لري، خو له ولسمشر کرزي څخه يې غوښتي چي د هغه صلاحيت راکم کړي.
د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس دوې اونۍ وړاندي افغانستان ته د سفر پر مهال وويل، مخکي له دې چي د جون په مياشت کي د کندهار تصفيوي عمليات پيل سي، تر هغه دمخه بايد حامد کرزى د کندهار په اداره کي د پام وړ بدلون رامنځته کړي، چي خلګ پر خپل حکومت باور پيدا کړي.