کور / تازه خبرونه / د حکومت او اسلامي حزب د مذاکراتو دوهم پړاو بشپړ سو

د حکومت او اسلامي حزب د مذاکراتو دوهم پړاو بشپړ سو

د افغانستان د حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د خبرو اترو دوهم پړاو پرون پاى ته ورسېدئ.
د جمهوري رياست وياند وحيدعمر وايي افغان حکومت هيله لري چي دغه مذاکرات ترهغه وخته دوام پيدا کړي چي يوې نتيجې ته سره رسېږو.
وحيد عمر وويل د اسلامي حزب له خوا سږکال د بهرنيو پوځيانو د وتلو غوښتنه ځکه نه منونکې ده چي لا اوس هم افغان امنيتي ځواکونه پر پښو نه دي درېدلي.
د وحيد عمر په وينا د حکومت او اسلامي حزب ترمنځ خبري ګټوري دي، پرمختګ پکښي سوئ دئ، خو حتمي نتيجې ته نه دي رسېدلي.
وحيدعمر وويل د اسلامي حزب استازو پرون غرمه په جمهوري رياست له ولسمشر کرزي سره دوهم ځل وليدل، چي پخواني جهادي مشران، د پارلمان غړي او د ملګرو ملتونو استازى هم حاضر وو.