کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې له وسلوالو مخالفينو سره د سولې د خبرو په اړه په يو مطلب كې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په حواله ليكلي، چې دا خبرې د ټولې سيمې په ګټه دي.
د ورځپاڼې د همدې مخ غټ سرليك بيا د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ روانو خبرو ته ځانګړې شوې او د حزب اسلامي د پلاوي په حواله ليكل شوي، چې له افغان او نړيوالو لوريو سره يى خبرې مثبتې دي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د اوباما د روان سياست په اړه په لويديځه نړۍ موجودو انديښنو ته هم كتنه كړې او د فرانسې د يو ټلويزيوني چينل د يو رپورټ په استناد يى ليكلي، چې لويديځ ددغه سياست له ماتې نه په ويره كې دې.
كابل ته د امريكا د ولسمشر بارك اوباما ناڅاپي سفر هغه موضوع ده، چې ورځپاڼې پرې پخپله سرمقاله كې بحث كړې او ليكلي، چې دې سفر افغانانو ته كوم نوې پيغام نه درلود.

هيواد:
خو دې دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې كابل ته د اوباما وروستې سفر د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيكو د يو نوي پړاو پيل بللې او ليكلي، چې دا پړاو به د ګډو ستونزو د هواري لپاره د ګډو هڅو او همغږيو پړاو وي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا د اوباما د وينا دا ټكي راخستي، چې امريكا پيل كړې كار تر هغو نه پريږدي، چې بشپړ كړې يى نه وي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د كابينې د تيرې ورځې غونډې ته ځانګړې كړې، چې پكې د كابل د مراد خانيو د سيمې ودانۍ پخپلې لرغونو بڼې د بيارغولو لپاره د شخصي جايدادونو استملاك تصويب شو.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې دا خبر وركړې، چې د افغانستان د لوى څارنوالۍ په غوښتنه د لندن پوليسو محمد صديق چكري نيولې دې.
ورځپاڼې وړاندې ليكلي، چې نوموړې د حج او اوقافو په وزارت كې د اختلاس په تور نيول شوې او د هغه پر ضد كافي شواهد ترلاسه شوي دي.
د ورځپاڼې په سرمقاله كې په كندهار كې د پيليدونكو عملياتو په اړه د كندهار د والي په وروستيو څرګندونو انتقاد شوې او ليكل شوي، چې دا عمليات يو ضرورت دې، څو دغه سيمه له طالبانو پاكه شي.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې له افغانستان څخه د امريكا د وتلو په صورت كې د هند په ستراتيژۍ كې د بدلون خبر وركړې او ليكلي، چې نوې دلي چمتو دې، چې له طالبانو سره خبرې وكړي.

سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې خلكو ته ورپيښې ستونزې څيړلي او د مارجې د ولسوال په حواله يى په غټو ټكو سره ليكلي، چې ددې ولسوالۍ د بيارغونې لپاره شوې ژمنې تشې ډنډورې وې.
ورځپاڼې په دوام كې په ملي شورا كې د هلمند د استازو دا خبردارې هم راخستې، كه افغان دولت او نړيواله ټولنه د مارجې د خلكو ستونزې جدي و نه نيسي نو خلك به پر دوى خپل باور په بشپړه توګه له لاسه وركړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د مارجې په روانو حالاتو بحث كړې او ليكلي، چې مارجه اوس اهميت نه لري.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس هم پخپله سرمقاله كې كابل ته د امريكا د ولسمشر بارك اوبا په سفر تبصره كړې او تر ډيره يى ددې سفر اهداف څيړلي دي.
خو اصلا بيا پخپله سرمقاله كې ليكلي، چې د افغانستان او امريكا مشاركت د اوباما د سفر ښكاره پيغام وو.

هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د بګرام په هوايي ډګر كې امريكايي پوځيانو ته د اوباما د وينا بشپړ متن خپور كړې، چې تر ډيره په افغانستان كې د امريكا د ماموريت په اړه وه.
خو دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې هڅه كړې دې پوښتنې ته ځواب ووايي، چې اوباما د افغانستان لپاره پخپل وروستي سفر كې څه پيغام درلود.
ورځپاڼې د افغان كابينې د پاتې وزيرانو د پيژندګلوۍ په موضوع هم بحث كړې او د ولسي جرګې په حواله يى ليكلي، چې ولسمشر بايد د كابينې پاتې غړي ژر تر ژره دوى ته د باور راى د ترلاسه كولو لپاره ور وپيژني.