کور / تازه خبرونه / اوباما : افغان پرمختګ ډیر سَوکه دی

اوباما : افغان پرمختګ ډیر سَوکه دی

د امریکا ( اِن . بي . سي ) ټلویزیونی شبکې د بارک اوباما سره هغه مرکه خپره کړه چی د ده سره یې د افغانستان څخه واشنګتن ته له بیرته رسېدو وروسته وکړه . بارک اوباما په دې مصاحبه کی وویل چی په افغانستان کی کارونه سوي دي خو ډیر آهسته روان دي . ده وویل چی « دﺉ به زما ږغ اوری » چی مطلب یې د حامد کرزي څخه و . ده زیاته کړه چی « هلته پرمختګ ډیر ځنډنی دی . هغه څه چی موږ باید ټینګار پر وکړو ، دا دی چی هرڅه باید د نن ورځی سره برابر وی . » خبر زیاتوی چی اوباما پر حامد کرزی ډیر فشار راوړ چی د فساد مخه به عملأ نیسی او د مخدره موادو کاروبار به پای ته رسوی .
خو سیاسی څیړونکي وایی چی په زاړه سیسټم کی دنوو اصولو ځایول ډیر مشکل دی .