اسوشیټیډ پریس د یو لوړ امریکایی پوځی مقام په حواله ( چی نه یې غوښته معرفی سی ) ولیکل چی پر کندهار به د امریکا پوځی عملیات د جون په میاشت کی پیل سی . دغه پوځی منبع وویل چی موږ غواړو کندهار ښار او ور پوری سیمی د روژې تر رارسېدو مخکی د طالبانو څخه په اصطلاح پاکی کړو ( روژه به د اګسټ پر یوولسمه وی ) .
خو باخبره منابع وایی چی دا ځنډ پخپله د امریکایی پوځ د عطالت او پر له پسې ستړیا ثبوت دی ځکه مخکی ویل سوي وو چی دا عملیات به د ونو تر غوړېدو مخکی کیږی . هغوی تر اوسه د مارجې څخه نه دي بېغمه سوي او نور عملیات ژر نسی کولای .
پوځی شنونکي وایی چی دا ځنډ ښایی د بارک اوباما د سفر سره هم بې ربطه نه وی .