کور / تازه خبرونه / کندوز ته د المان دکورنيو چارو وزير سفر وکړ

کندوز ته د المان دکورنيو چارو وزير سفر وکړ

نن کندوز ته دالمان دکورنيوچارووزيردميزراودافغانستان دکورنيوچارووزيرمحمدحنيف اتمراوورسره نورجګپوړې دولتې چارواکې راغلي وو.

دواړوراغلوکورنيوچارووزيرانوپه ياد ولايت کې دپوليسوديوروزنيزمرکزدپرانيستې په مراسموکې برخه واخيستله ، دالمان هيواد دکورنيوچارووزيردميزرپه خپلوخبروکې وويل : ( چې د دوي هيواد په تيرواتوکلنوکې دافغانستان سره ښې اړيکې درلودلې دي اوپه راتلوونکې کې به هم لاپراختيا ورکړې هغه په تيرواتوکلنوکې دالمانې پوليسولخوا دافغانۍ پوليسوروزنی ته داشارې ترڅنګ دخپل لورې وافغان دولت سره دمرستواواړيکوپه پراختيا ټينګاروکړ. همدغه راز افغان کورنيوچارووزير حنيف اتمر هم په خپل وار دالمان هيواد اوخلکو دتيروکلنو دمرستو اوهمکاريو قدردانی وکړاوزياته يي کړه چې نوموړې هيواد دپوليسو اونوربرخوکې دافغانې لورې سره دپام وړمرستې کړيدي .
اتمردپوليسوروزنيزمرکزدامنيت دلا ټينګښت په لاره کې اغيزمن ګام وباله دارنګه نوموړې تير يونيم کال دامنيت له اړه ستخت کال يادکړ خو دراتلونکې کال دامنيتي ستونزولپاره دکلکوامنيتي تدابيرونيولوخبره وکړه ، دپوليسو دروزنيزمرکزدپرانيستې دمراسمووروسته افغان کورنيوچارووزير دکندوزولايت ديوشمير ځايي مشرانودکتنې په موخه په يوه غونډه کې ګډون وکړ ولي سمييزژورنالستان په يوه خوله په دغه غونډه کې هغه مهال دبرخې اخيستنې نه ډډه وکړه کله چې يوتن ژورنالست دکورنيوچارووزيردځانګړوامنيتې کسانولخوا ټيل وهل شو .
پاتې دي نه وي يادروزنيزمرکزد16 لکوامريکايي ډالروپرلګښت دالمان هيواد له لورې جوړشوچې په يووخت د 120 تنوپوليسود روزلو وړتيالري .