څه موده وړاندې رسنيو راپورټونه خپاره کړل چې افغان حكومت غواړي داونۍ رخصتي دوه ورځې كړي.
داخبره هغه مهال توده شوه کله چې د ولسي جرګې وکيلانو وويل، د ارګ څخه په يوه ورسېدلي رسمي ليك كې ليكل شوې چې په اونۍ كې د رخصتيو شمېر دوو ورځو ته زيات شي.
ددې خبر په اورېدو سړى يوازې دافکر نه کوي چې ګوندې په حکومتي کارونو کې د ډېر پرمختګ او پام وړ کاري بوښتياو ولسمشر او دهغه کابينه دې ته اړوېستي وي چې د اونۍ يوه ورځ رخصتي دې ددوى د استراحت لپاره بسنه ونه کړي، ورسره داپوښتنه هم پيداکېږي چې تر اوسه پورې؛ خو په حکومتي ادارو کې هېڅ يو مامور داونۍ شپږ ورځې دنده پوره نه ده ترسره کړې.
په اونۍ کې دوه ورځې رخصتي دې هغه هېوادونه وکړي چې حد اقل؛ خو دنړۍ په پرمختللو هېوادونو کې شمېر شي. افغانستان غوندې هېواد چې دامنيت له پلوه په کې هېڅ څوک خپل ځان غوندي نه ويني، په اقتصادي برخه کې دنورو هېوادونو توليد ته ناست، دبېروزګارۍ کچه يې له حساب څخه وتې وي او فقر او بېوزلۍ په کې ښه په ډاډه زړه خپلې پښې غزولې وي؛ نو ايا تاسې وواياست چې دايوه ورځ رخصتي هم ورته ډېره نه ده؟
همدا اوس ولس نور دبېروزګارۍ او فقر له لاسه نژدې ده چې په حکومت خوله ولګوي. يوازې دانه ده چې په حکومتي اداراتو کې مامورين په سمه توګه خپلې دندې نه اجراکوي، ورسره ديوې ورځې کار اونيو اونيو ته ځنډول کېږي، چې له امله يې دډېرو خلکو کارونه په خپل وخت نه ترسره کېږي او خبر يې بيا څوک نه اوري.
هو زه ديو افغان په صفت صرف داوايم چې که چېرته دا ترحه په خپله دولسمشر کرزي غوړونه( راوېستنه وي) او وروسته يې له وزيرانو سره پرې مشوره کړې وي؛ نو ګويا چې په اوس وخت کې لويه تېروتنه ځکه ده، چې دښاغلي حامدکرزي په څه کم نهه کاله واکمنۍ کې نه ولس په خېټه موړ شو اونه چا خوشاله ورځ وليدله، ورځ تر بلې دبېروزګارۍ لمن پراخېږي، نا امني بچي زېږوي، فقر دولس خوښې تراشي او بې اتفاقي بې ګنا وينې تويوي. ښاغلى ولسمشر؛ خو همدااوس هم په کراره نه دې ناست،کچکول په غاړه نړيوالو نه مرستې غواړي؛ نو دا بيا څه معنا لري چې له نورو دې په سوال راوړو او په خپل کور کې دې بيا ورته رخصتي ګانې زياته وو. ددې لپاره په کار ده چې موږ شپه ورځ کار وکړو خپل ځانته امنيت راولو، ولس ته کار پيداکړو، د وروسته پاتې هېوادونو له کتار څخه خپل ځان وباسو، له ګاونډيانو سره سيالي وکړو، نه داچې په څو پخو سړکونو او ښوونځيو، هغه هم چې دبل په مرسته جوړ شوي دي ونازېږو.
که دحکومت له لوري نوي وړاندې شوې غوښتنې ته، ولسي جرګه هرکلى ووايي؛ نو دابه يوازې له ولس سره خيانت نه بلکې حکومتي مامورينو ته دلټۍ او ډډو وهلو لا زمينه برابره کړي، وزير صيبان به دچهارشنبې په ورځ خپلو کورونو ته ددوبۍ په سفر ځي او يکشنبه يا دوشنبه به راځي، مامورين به درسمي ورځو په پيل کې نيمه ورځ ناوخت راځي او داونۍ دپاى په ورځ به هم نيمه او يا پوره ورځ دکوم شخصي کار په نوم له دفتره اووځي، چې په دې سره به دټولې اونۍ رسمي کارونه درې ورځو ته پاتې شي.