کور / تازه خبرونه / زابل: په اټغرو کي بهرنۍ جنګي الوتکه ولوېده

زابل: په اټغرو کي بهرنۍ جنګي الوتکه ولوېده

دزابل په اټغرولسوالی کی دبهرنیوځواکونویوه نظامی چورلکه ولویده .


چارواکی وایی دغه چورلکه ددوشنبی په شپه ناوخته په یاده ولسوالی کی دځمکی سره په لنډه فاصیله کی لویدلی ده .دزابل دوالی ویاند محمدجان رسولیار وایی په چورلکه کی ۹ بهرنی اوڅلورکورنی سرتیری تپیان شوی دی .نوموړی زیاتوی چی ټپیان دبهرنیوځواکونوروغتون ته انتقال سوی اوروغتیایی حالت یی دډاډ وړدی . 


دایساف ځواکونوهم دیوی اعلامی په خپرولوسره یاده پیښه منلی .خودمرګ ژوبلی په اړه یی څه ندی ویلی . 


داپداسی حال کی ده چی تیرکال هم ددی ولایت په ښهرصفاولسوالی کی دبهرنیوځواکونویوه نظامی چورلکه رانسکوره شوې وه