د انګلستان ټلیګراف ورځپاڼه د لوړو افغانی مقاماتو په حواله راپور ورکوی چی د حج او اوقافو پخوانی وزیر صدیق چکری په سلګونو زره پونډه رشوت اخیستی او د لویی څارنوالي مؤظفینو غوښتل چی هغه ونیسی مګر د جمهوری ریاست د ماڼۍ څخه د هغه د نیولو مخنیوﺉ وسو او په دې ډول حامد کرزﺉ د فساد پر ضد خپله ژمنه ماتوی . چکری چی د انګلستان متابعت او پاسپورټ لری ، د حامد کرزي د مرستیال قسیم فهیم او برهان الدین ربانی ډیر نږدې ملګری دی نو ځکه یې څوک نسی نیولای . د ده دوه مرستیالان تیر کال د ۳۶۰۰۰۰ پاونډو سره نیول سوي وو . خبر زیاتوی چی تر دغی پیښی وروسته چکری ته اجازه ورکول سوه چی له هېواده ووزی او ښایی اوس په برتانیه کی وی ، خو د دې قضیې مسؤل دومره قسیم فهیم نه دی لکه حامد کرزﺉ چی دی . لاکن د ارګ ویاند حامد علمی دا ادعا رد کړې او هغه یې درواغ بللې ده .