تيره ورځ د سينټ په غونډه كښې د پاكستان د وو سترو سياسي ګوندونو پاكستان پيپلز ګوند اوپاكستان مسلم ليګ ( ن ) غوښتنه وكړه چې د محترمه بې نظير بوټو دقتل پلټنې دي ملګري ملتونه وكړي بلخواته پخواني وزير او د اّئى ايس اّئى پخواني مشر جاويد اشرف قاضي بې نظير بوټو د هېواد د ميزايل پروګرام څښتنه وبلله چي تيره ورځ د سينټ غونډه پيل شوه نو سنا تور رحمت الله په قبا ئيلي سيمو كښې تښتولو په هكله بحث پيل كړ خو د سينټ لنډمحاله چير مين جان محمد جمالي ورته وويل چې اوس خو سرتيرى هم تښتول كېږي او وژل كيږي پدغه هكله به په ايوان كښې بحث وشي په غونډه كښې د 18 اكتوبر څخه تر اوسه پورې د ترهګرى په پېښو كښې وژل شوو فاتحه وشوه رضا رباني دبې نظير بوټو په شهادت باندې بحث كولو سره وويل چې د بې نظير بوټو پرشهادت باندې خبرې كول زما د ژوند تر ټولو ستونځمن كار دى بې نظير ه پدغه خپره وه چې وژل كېږي بې نظير بوټو د خپلو اصولونوپه خاطر قرباني وركړه بې نظير بوټو د فاق نخښه وه پدغه كښې حكومتي پلټني مونږ ته د منلو وړ ندي ملګري ملتونه دي پلټني وكړي د مسلم ليګ(ن) اسحاق ډار هم درضا رباني خبره تائيد لو سره وويل چى د بې نظير بوټو د شهادت پلټني بايد ملګري ملتونه وكړي.